ملا رسول اخوند

تاند، دوشنبه، د جدي ۲۳مه: د طالبانو د ملا رسول ډله وایي، تېره اوونۍ په امریکایي بمبار کې د وژل شوي قومندان ملا راز محمد ننګیال پر ځای د ملا ګلالی نیکزاد د جنوب لویدیځې حوزې امیر ټاکلی دی.

د ملا رسول ډلې لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي: (( د اسلامي امارت عالي شورا د نظامي او سیاسي مشرانو او علماء کرامو له طرفه ملا ګلالی نیګزاد د ملا راز محمد ننګیال پر ځاي او د افغانستان د حوزه جنوب غرب مسئول او آمیر وټاکل شو.))

یاده ډله وایي، ملا ګلالي نیګزاد ته یې ملا عبدالکریم کوچی او ملا کامران لومړی او دوهم نظامي مرستیال ټاکلی دی.

د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا د طالبانو د ملا رسول اخوند ډله ده چې مهم قومندان ملا ننګیال یې څو ورځې وړاندې د هرات په شینډنډ کې له یو شمیر ملکیانو سره ووژل شو.

ملا ننګیال د طالبانو د ملا هبت الله له ډلې سره سختې جګړې کړې وې او د دوی لسګونه جنګیالي یې وژلي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *