روښان زرغون |

دا به ډېره ساده ګي وي چې وویل شي په کابل ښار یا نورو ځایونو کې پر امنیتي بنسټونو او نورو مهمو دولتي او نادولتي بنسټونو پیچلي بریدونه د هغو طالبانو کار دی چې په کلیو کې له خوارو کیلوالو په زور عشر او ذکات راټولوي او کله ناکله پردولتي پوستو بریدونه کوي.

دا ځکه چې په ښارونو کې پر غونډو او ځینو مراسمو او لاریونونو پیچلي ځان مرګه بریدونه مسلکي کسان د کره استخباراتي مالوماتو پربنسټ پلانوي خو د پلي کولو له پاره یې یا غولېدلي ماشومان، یا بهرني اورپکي او یا هم نور څوک ګماري خو د پیاوړو بهرنیو استخباراتي او ترهګرو شبکو په مرسته د برید ترځایه رسول کېږي. له تردید پرته چې د طالب قوماندانانو اروا هم پر دغه ډول بریدونو نه وي پرې خبره خو چې کله ځای د مسوولیت راشي نو بیا ذبیح الله مجاهد او قاري یوسف احمدي یې بیا مسوولیت پرغاړه واخلي او کله ناکله داسې هم کېږي چې کوم چا له غصې یا ګروم(عقدې)له مخې یو کار ته لاس اچولی وي خو طالب ویاند بیا وارد مخه دهغې مسوولیت پرغاړه اخیستی وي. د بېلګې په توګه د ۱۳۹۰ کال د غوایي میاشتې پر ۹ احمدګل نومي پیلوټ د کابل په پوځي هوایي ډګر کې پرامریکایي سلاکارانو ډزې وکړې او ۹ امریکایي سلاکاران یې ووژل چې په خپله هم ووژل شو. د احمدګل پیلوټ ورور چې په کابل کې وتلی ډاکتر دی وایي چې ورور یې د اقتصادي ستونزو له امله پر رواني ناروغۍ اخته شوی او له همدې امله یې پر بهرینانو ډزې کړي او وژلي یې دي. د کره مالوماتو له مخې احمدګل له طالبانو سره هیڅ راز، اړیکه نه درلوده خو د احمدګل مړی لا پرمیدان پروت و چې طالب ویاند د پېښې مسوولیت ومانه او دعوه یې وکړه چې برید یو جګړن کړی چې د کابل ښار دارزان قیمت سیمې اوسېدونکی و. په داسې حال کې چې احمدګل د ده سبز ولسوالۍ د تره خیلو کلي اوسېدونکی او ډګروال و. یو وخت خبریالانو په ټوکه ویلي و چې په پخوا کې یې کوم طالب ویاند ته زنګ وهلی چې دلته سخته زلزله وشوه تاسې څه وایاست؟ طالب ویاند په ځواب کې ویلي و چې هوکې موږ یې مسوولیت منو دا زموږ د انډیوالانو کار و خو وروسته خپلې تېروتنې ته ځیر او خبریال یې ګواښلی چې ته پر موږ(طالبانو پوزخند وهې).

هغه وخت داسې و چې طالبانو به هیڅ هیڅه د هرې پېښې مسوولیت مانه، که له اسمانه به ډبره هم راولېده نو دوی به یې پړه پرغاړه واخیسته، دوی او ملاتړي یې اړ و چې خپل نوم وباسي ان بې ادبي معاف که د جومات محراب کې … هم وي، خو کله چې د ترهګرو ملاتړو شبکو پر مټ په افغانستان کې د ترهګریز کړنو لمبو زور واخیست نو د ترهګرو ملاتړو د هغو ژورو مالوماتو، تجربو او اړیکو پرمټ چې په افغانستان کې یې لري د کره پلان پربنسټ داسې ستراتېژي غوره کړه چې د ترهګریزو بریدونو ترڅنګ په افغاني ټولنه کې د نفاق او کرکې اور هم بل کړي. دوی بشپړ پېژند او مالومات لري چې ځینې احساساتي، ساده، فرصت غوښتونکي او یا هم پلورل شوي کسان د افغانانو ترمنځ نفاق او دوښمني ته راکاږي او په خوله کې هغه څه ورته کېږي چې د کرکې او نفاق بوی ترې ځي.

په دې برخه کې دوی داسې کړنلاره غوره کړې چې طالبان د هغو بریدونو مسوولیت پراغاړه نه اخلي چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اووښتې وي دا ځکه چې غواړي له یوې خوا د هغوی(طالبانو) پر وړاندې د خلکو کرکه راپوته نه کړي او بلې خوا طالبانو ته انساني بڼه ورکړي او په اړه یې د نړیوالو ذهنیت بدل کړي. دغه راز، د ترهرګرو ملاتړي په لوی لاس د ځینو قومونو پر وتلو کسانو اویا هم ځانګړو قومي ډلو ترهګریز بریدونه کوي او طالبان چې هسې هم ترې خبر نه وي، د هغو مسوولیت پرغاړه نه اخلي. یا دا چې یوه بله ډله (داعش)چې واردمخه پر مذهبي نفاق تورنه ده د دغه ډول بریدونه مسوولیت پړه پرغاړه اخلي.

د بېلګې په توګه کله چې د ۱۳۸۷کال د لړم پر ۱۵ نیټه په بغلان کې د مصطفی کاظمي په ګډون د ولسي جرګې ۶ غړي، دښوونځي ۷۴ زده کونکي او نور ملکي کسان ووژل شول او دغه راز، لسګونه نور ټپیا شول، خطالبانو ځکه د هغه برید مسوولیت پراغړه وانه خیست چې له یوې خوا یو مشهور سیاستوال چې ځان یې د وخت د حکومت اپوزېسیون معرفي کاوه او له بله پلوه ملکي وګړي په کې وژل شوي وو.  دغه راز، د جنبش روشنایي پر پلویانو، د شیعه ګانو پرجوماتونو، د ذنبق څلورلارې ټانکر برید په غبرګون کې د یو لاریون کونکي د جنازې پرمراسمو چې تر ډېره د جمعیت سرلارې په کې راټول شوي وو او په وروستۍ پېښه یانې د کابل ښار لب جر سیمه کې د بلخ د والي عطامحمد نور دواپړانو پر غونډه د همدې تېرې پنجشنبې ورځې بریدونو مسوولیت طالبانو پرغاړه وانه خیست، علت یې روښانه دی او هغه دا چې د ترهګرو ملاتړي پردې پوهېږي چې په دې سره به ځینې لنډ فکره، متعصب او فرصت غوښتونکي کسان له ځنډ پرته پردولت خوله ولګوي او ټیک همداسې هم وشول. د بلخ والي له دغه برید وروسته سمدستي دعوه وکړه چې د حکومت دننه ځینو کړیو دغه برید کړی دی، پرته له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي. دغه راز، کله چې د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار د زوی محمد سالم ایزدیار د جنازې پر مراسمو ځانمرګه برید وشو د ولسي جرګې پخواني غړي صالح محمد ریګستاني په یوه تلویزیوني مرکه کې دعوه وکړه چې ترهګر د ملي امنیت شورا په ملیمستونونو کې چمتو ناست دي او دغه ډولو بریدونه کوي.

اوس پوښتنه داده چې همدا ډله( جمعیتیان) تر بل هر چا هم ښې ډېرې پیسې لري او هم په حکومت کې له ټولو ډېره ونډه نو ولې بیا په دې اړه کره سندونه، نه وړاندې کوي؟ مالومه ده چې نه شته نو ځکه خو یې نه شي وړاندې کولی که چېرې وای له تردید پرته دوی پیداکولی شول. داسې ښکاري چې یا خو دغه کسان پر ذهني ناروغي اخته دي، یا هم د ترهګرو ډلو ملاتړو شبکو په چوپړ کې او د هغوی ډول ته ګډېږي. له دې پېښو څرګندېږي   چې طالبان د منافقت او کورنۍ متعصبې ډلې د حماقت یا هم د منافقت له مخې دغه ډول دریځ غوره کوي، دثبوت اړتیا نه شته چې که ددوښمن دغه ډول کړنو ته د مسوولیت او عقل پربنسټ غبرګون ونه ښودل شي، ناوړه پایلې به ولري.  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *