تاند- د طالبانو د پخواني مشر او موسس ملا محمد عمر د زوی د مړینې خبرونه خپاره شوې دي. د ځینو راپورونو له مخې ملا محمد یعقوب په پیښور کې نن دوشنبه (د جنوري ۲۱) وژل شوی دی.

داسې راپورونه هم ورکړل شوې چې ملا یعقوب د ماښام له لمانځه وروسته د پیښور په سپینه وړۍ کې تری تم شوی او ګومان کیږي چې وژل شوی دی.

ملا یعقوب نژدې درې اوونۍ مخکې د پاکستان د کراچي له هوایي ډګره پاکستان ګرځولی و. هغه وخت ده غوښتل چې په قطر کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت له لورې د افغانستان د سولې او پخلاینې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې په خبرو کې برخه واخلي. تر دې وروسته ملا یعقوب کوټې ته ولاړ او هلته د طالبانو د کوټې د شورا په منځ کې د اختلافاتو خبرونه خپاره شول چې بیا داسې اوازې خپرې شوې چې ملا یعقوب خپه شوی او پیښور ته تللی دی.

ملا یعقوب په افغانستان کې د طالبانو له لورې د پنځلس ولایتونو نظامي مسوول هم و او په حقیقت کې له ملا محمد عمر  راوروسته د دوی مشر ګڼل کیده خو د دې لپاره چې تر ده د ملا هیبت الله عمر زیات و، همهغه و چې په عارضي ډول دوی پر ملا هیبت الله راغونډ شول خو دې مشرۍ بیا هم د طالبانو ترمنځ اختلافات پیدا کړل او د ملا محمد رسول ډله له دوی څخه بیله شوه.

طالبانو تر اوسه د ملا محمد یعقوب د وژلو یا تري تم کیدو په اړه څه نه دې ویلي.

One thought on “د طالبانو مهم مشر ملا یعقوب تری تم شو”
  1. کله چې د ټيټو ذاتي مفاداتو خبره شي نو جګړه له نړیوال تروریزم سره شي او د ځپلو په موخه یې نړیواله همکاري شرط شي.
    خو کله چې ډز وخوري بیا جګړه بین الافغاني شي او پرته له دې چې خارجي بعد یې په پام کې ونیسي، په مخالفینو پسې د کاذبي سولې کچکولونه ګرځوي.
    افغانان له بده مرغه د یوې ناتعریف شوي مبهمې او د یرغلګرانو له مفاداتو سره د تړلې جګړې پر سر سره ویشل شوي دي.تر څو چې دغه جګړه د خارجي یرغل په چوکاټ کې تعریف نشي او خارجي عوامل یې تصفيه نشي، داخلي عوامل یې نشي تصفیه کیدلای.خارجي عوامل اساسي دي او داخلي عوامل ضمني دي.ضمني تل په اصل پورې تړلي وي.ځکه نو لومړی باید له یرغلګرانو سره حساب کتاب تصفیه شي. یرغل، سوله او غرامات تعریف او تشخیص شي او بیا داخلي جهتونه را ټینګ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *