تاند، شنبه، د حوت ۳مه: تاند ته د طالبانو د نظامي کمېسیون د غړي مولوي مزمل غږیز کلیپ رسېدلی دی چې طالب جنګیالیو ته امر کوي له خارجیانو پرته افغان پوځیان که په پوستو کې ویشتلی او په نښه کولی شئ هم صرفه پرې مه کوئ.
مولوي مزمل د طالبانو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د افغان ځواکونو له تېرېدونکو کاروانونو سره څه ډول چلند وکړي؟ ویلي، په خپاره شوي مکتوب کې راغلي چې په کابل، غونډونو، قول اردوګانو، فرقو به طالبان بریدونه نه کوي، مګر نور چې هر چېرته افغان پوځیان ګوري له برید څخه دې پرې ډډه نه کوي.
مولوي مزمل په دغه کلیپ کې وايي: (( چې په دا بنده لار رانه شي چې په پوسته کې هم عسکر وي ویې ولئ، کله بندیز دئ، چې په پوسته کې عسکر وي ویې ولئ، څه مشکل په کې دی؟ دا خو چې دوی پر لاره لاري، نو ورته وایه په دا مکتوب کې چې کوم شیان ذکر شوي د هغو پوښتنې مه کوئ.))
مولوي مزمل همدا راز وايي، له خارجیانو سره ډېر پام وکړئ او نور چې په مکتوب کې هر څه لیکل شوي همغه وکړئ: (( دغه د عسکرو تګ راتګ دا خو اوربند نه دی، دا خو تخفیف دی، د کابل، ولایتونو مرکزونه، غونډونه فرقې او ټول خارجیان په دې کې معاف دي په هغوی دې کار نه لرل کېږي، دا د پکتیکا او غزني لاره چې له څلور کالو راهیسې بنده ده، نو که دوی پرې راځي، خامخا دې یې وولي.))
مولوي مزمل زیاتوي، که عسکر له یوې پوستې بلې ته هم تلل، ویې ولئ، بندیز پرې نشته.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې شپې راهیسې چې د تاوتریخوالي د پام وړ کمونې اوونۍ پيل شوې ده، طالبانو تر اوسه په ارزګان، بلخ او پکتیا کې ځینې بریدونه کړي دي او د نورو په اړه لا حکومت کوم معلومات نه دي ورکړي.
د افغان ملت د مخکی نه پوهیژی چه طالب څوک دی ، دوی چه سل ځله قسم وخوری دوی قسمخواره پردی اجیران دی ، دوی ځانته د افغان وینه
تویول حلال کړی او د خارجیانو وینه تویول حرام ، ددوی د اوربند اعلامیی وګوری او ددوی د عمل تضاد ، الله تعالی به نور هم دوی وشرموی چه د الله تعالی د آیاتونو او صریحو هدایاتو سره دهوکه کوی ، آیاتونه د کلام الله د پیسو په مقابل کی خرڅوی یعنی حرام حلال ګرزوی او حرام حلال . د مسلملن وینه تویول مو ځانته جایز کړی دا په کوم آسمانی کتاب؟
د الله لعنت دې په هغه چا وي چې خپل مسلمان ورورته کافر وایی.
د طالبانو په مذهب کې د مسلمانانو وژل روا دي . البته په دنیا او آخرت کې د دغې غلطې فیصلې جواب ورکړي.
مزمل ساب! تر یخی او کلکی ږیری دی ځار سم ، ډیر اصیل او وطنی فرمان دی صادر کړی دی
پر خارجیانو یا بهرنیانو باید برید و نه سی ځکه پر خپل بادار برید کول د بدو خلګو خاصه ده
اُف
سړی څه ووائی
چې خپل وژنه پردي نه
ایا دې طالب غږ سبت دی او که د لیکوال اخلاقي تېری
ایا داخبره به څومر حقیقت ولري
هو غږ یې ثبت شته
تاند
نو چې غږ یې سبت دی را ښکاره یې کړه چې مونږ ورڅخه ګیله وکړو او ملامت یې کړو
مننه
عجیبه ده، د غږ خاوند نه څه نه وايي او نه دا خبر ردوي مګر تاسو یې پر ځای ثبوت غواړئ. هرکله چې هغوی رد کړ موږ به یې غږ خپور کړو
د مصنوعی ، غلامو او قاتلو طالبانو سره د اجنبیو سره جګړه د زرګری جګړه دی، دوی په واقعیت کښي لکه دانور غلام قاتل تنظیمونو په شان د ملت تباهی ته ملا تړلی او په سر ټیټی سره د بادارانو اطاعت ته لکه نا عوذبالله دخدائي امر په سترګو ګوری دوی د افغانیت څخه کاملآ خارج دی ددی ټولو شته والۍ په افغانستان کښی ملت ته وژونکۍ مکروبونه دی !!! د دوی سره صلحه د افغان غیرتی ملت کامله تباهی دی
ای بی ناموسه طالب پاکستانی دلاله تاسو کو… فروشانو ته شرم پکار دی
اول هو هر افغان سرباز ته سلامونه او درودونه وایم۰
ګوری ورونو دا د پردی غلامان وخشیان چه په لاس درځی مستقیماأ پری خپل زړه یخوی۰
دا وخشیان نه اهلی کیږی ددی او اشتی کیدو ډیره لیری ده تاسی دا د مذمل خبیث وینا ګوری چه خپله اصلی
خبیثه چهره خلکو ته شکاره کړه۰ قربان د سرباز د بوټ له خاورو۰
مننه
پاکستان هیڅکله نه غواړی چې افغانستان عسکرولری – نو همدا علت دی چې ګوډاګیان یې باید عسکر ووژنی
چی څوک په خټه افغان وی یا لږ زره احساس د وطن دوستی ولری دا ډول اعلامیه نه نشروی
ځکه همدا ولس پرون هم مسلمان وو نن هم مسلمان ده
کچیری د دوستانو په یاد وو چی کله بوش اعلان وکړ اود اشاره په ډول یی پاکستان ته وویل چی هر هغه هیواد چی ترهګر په خپل خاوره کی ساتی زموږ د حملی هدف دی او هغه ګاونډی هیوادونه چی له دوی سره نږدی اړیکی لری خپل دریځ دی روښانه کړی یعنی په دوه انتخابونو کی دی یو وټاکی یا ترهګرو سره پاتی کیدل یا د امریکا متحد دریځ غوره کول
نو د پاکستان د پوځ مشر جنرال مشرف د امریکا په کیمپ ډیویډ کی وویل چی پاکستان د ترهګرو مخالف اود امریکا متحد دی
یعنی لدی اعلان وروسته پاکستان همدی امریکا ته نظامی لویه آډه په خدمت کی ورکړه
چی له همدی آډی څخه ۵۲ ډوله لوی جنګی طیاره راتلله او کابل او نورو شمالی ولایتونو کی د طالبانو په مرکزونو باندی بمبار کولو
مګر امریکا تر اخیره پدی ښه پوه وو چی اسامه بن لادن مخکی له مخکی پاکستان ته تللی او اسلام آباد کی اوسیږی
طالبانو همدا ولس د امریکا بمبار ته په تش میدان پریښودل او دوی له خپلو هغو ډاټسنو سره پاکستان ته لاړل چی امریکا په ډالرو اخیستل شوی وی
چی لا تر ننه پوری په پاکستان کی پکی چکر وهی او زیاتره نظامی او سیاسی کسان یی غونډو ته ځی او هر چیرته پکی په آزاد ډول ګرځی
تیره ورځ قریشی وویل چی موږ سوله تر دی ځایه را ورسوله نور د افغان دولت او مشران کار دی چی څنګه سره جوړیږی او ورسره ورسره عبدالله او دوستم او کرزی باندی یی فشار راوړی چی د اشرف غنی د بریا مخه ډب کړی او حالت بیرته هغه وخت ورسیږی یا ورسوی چی د پاکستان هدف وو او دی
ځکه همدا اشرف غنی تیره میاشت یا څو میاشتی مخکی د منظور پښتون د نیولو په وړاندی غبرګون ښودلی نو پاکستان ، برتانیه او امریکا ویره لری چی د اشرف غنی په بریا سره ټول لر او بر پښتانه یوځای نشی چی بیا به د پاکستان او برتانیه او امریکا ګټی په ګواښ کی وا نه چوی یعنی دلته دوی نشی کولی چی عام افغان وژنی ته ادامه ورکړی
اوسنی حالت چی ۳۰ یا ۲۵ کاله مخکی دوری سره پرتله کوو نو ویلی شو چی کله بنین سیوان له ډاکټر نجیب الله سره سوله توافق نامه امضا کړه بیا همدا ډلی ټپلی په خپلو مینځو کی جګړه سره ښکیل شول او کابل په شمول زیاتره ولایتونه یی په کنډواله بدل کړل
مګر هغه وخت کی ۷ یا ۸ جنګی ډلو ټپلو نجیب الله ته څه ونه ویل مګر هغه د وژلو لپاره یی د طالبانو مینځ کی خپل استخباراتی او پوځی کسان را ولیږل چی د ډیورنډ کرښه ورباندی امضا کړی مګر نجیب الله انکار وکړ او د زیاترو لیکوالانو له نظره اول پاکستان جنرال نجیب الله په توپانچه په ډزو وواژه بیا طالبانو ته امر وکړ چی څلور لاری کی وځړوی
مګر طالبانو د پاکستان امر پر ځای کړ اوس کومه امر چی شوی دا د طالبانو د هغو مسولینو ده چی د پاکستان د پوځ او استخباراتو سره نږدی اړیکی لری او هغوی ته ډیر وفادار کسان دی
کله چې شهید ډاکټر نجیب الله ته طالبانو د سولې وړاندیز وکړ نو ډاکټر نجیب الله له دوی څخه د افغانستان د جوړولو لپاره طرحه او پلان وغوښتل شو نو د طالبانو ځواب دا وه چې ډاکټر نجیب الله کافر دی ځکه زموږ د پاکستاني پلان پرځای د روسیی هیواد د افغانستان جوړونې پلان عملي کوي او افغانستان جوړوي همدارنګه افغانانه خپلواکه کوي او بډایه کوي یې، د افغانستان ملت هم د بیسوادۍ له وجې هغه وخت پدې مسله کې چپ پاتې شو او د روسیی هیواد د پوځ مشر هم پدې مسله کې بې غوري وکړه او د افغانستان د حلق دیموکراتیک ګوند د اخرني ولسمشر ډاکټر نجیب الله په امر او غوښتنه یې افغانستان د طالبانو سره د سولې لپاره خالي کړ.
چې په پایله کې طالبانو د ډاکټر نجیب الله سره د سولې خبرو ترنامه لاندې په ارګ کې یوه جلسه ونیوله چې دا غونډه په حقیقت کې د نجیب الله د وژلو لپاره یوه جوړه شوي دسیسه وه چې د پاکستان هیواد په پایتخت اسلام اباد کې طرحه او ترتیب شوي وه، بلاخره طالبانو دغه پاکستانۍ طرحه عملي کړه او ډاکټر نجیب الله یې د تفنګچې په مرمیو په شهادت ورسوه او وروسته طالبانو په دروغو ادعا وکړه چې ګواکي دی طالبانو په اریانا څلور لارې کې اعدام کړئ دی.
نو دا چې د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې اصلي حقدار وګټلې نو اوس همغه طالبان چې عصري لباسونه یې پرتن دي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د کافر خطاب کوي او ورته وایې چې د افغانستان د جوړونې پرځای زموږ په شان پرادي هیوادونه جوړ کړه او افغانستان پاکستانیانو ته وسپاره کنه تا به هم د شهید ډاکټر نجیب الله په شان له مینځه ولاړ شې.
د افغانستان سیاسي، اقتصادي او تاریخي وضعیت ته په پاملرنې سره د افغانستان د اوسني حکومت او جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه کلک ملاتړ پکار دی ځکه اوس افغانان ۴۵% باسواده دي او پوهیږي چې یوازې غني ددوی غمخوار دی.
داچې زموږ تیر تاریخ د ټولو موجوده ګوندونو چې په اوسني وخت کې هم یو تعداد فساد او شر خپره ونکي ګوندونه د حکومت په مرۍ یا سر کې کار او فعالیت کوي هویت، موخې او ټول کړه وړه یې په زغرده په ګوته کړیدي چې د اسلام ترنامه لاندې په سلګونه ګوډګیان،جاسوسان، او خاین مشران د افغانستان دشته امکاناتو او بشري قوې څخه د وطن په زیان او د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره کار اخیستۍ دی او دا لړۍ همداسې داوم لري او بلاخره د پرادیو په ګټه تمامیږي.
لکه څرنګه چې ما په پورته کرښو تاسو ته ددې نامشروع کړیو اصلیت په لنډ ډول تشریح او څرګند کړ نو زیرک او هوښیار اوسئ چې د موازي، مشترک، عدالتي حکومتونو په نومونو او یا دیته ورته نومونو تر نامه لاندې حکومتونو او حرکتونو باندې ونه غولیږئ ځکه همدا فاسد خلک د ارزښتناکو الفاظو څخه په استفاده ستاسې ژوند بربادوي او تاسې په کړنګونو غورځوي او ددې خلکو تیرې کړنې او ورانۍ باید هېرې نشي هیله ده چې په دې پلمو خپل ژوند او مال په خطر کې وه نه چوئ او د یوه یا دوو وطن خرڅوونکو د شخي ګټو لپاره استعمال نشئ.
په تیرو ۵ کالونو کې موږ او تاسو ته د غني او د موازی حکومت جوړونکو اشخاصو دریځ او طرحې بشپړې څرګندې شوې چې غني د افغانستان لپاره به لسګونه تجارتي بندرونه، د ریل پټلۍ، بندونه، سرکونه، روغتونونه، پوهنتونونه جوړ کړل او داسې نور ډیر سهولتونه رامینځته کړل او د موازي حکومت پلان کوونکو مو د افغانیت او اسلامیت سره مخالفت وکړ، د الکترونکی تذکرو د ویش لړۍ یې د خنډ سره مخ کړه او داسې نورې ډیرې ستونزې یې خپلو افغانانو ته جوړې کړې.
په همدې اساس ولسمشر اشرف غني هغه څوک دی چې زموږ او ستاسې هویت، وطن او سرمایه یې له ورکیدو او خرڅیدو څخه وژغورل او همدغه فاسد او شر خپره وونکي ګوندونه او اشخاص یې ټولې نړۍ ته ور وپیژندل نو دې مهمو ټکو ته په کتو سره د ولسمشر محمد اشرف غني او افغان حکومت څخه غوڅ او سرخیندونکۍ ملاتړ او تشویق په کار دی ترڅو ددوهم ځل لپاره بشپړ واک ترلاسه کړي او زموږ نیمګړي هیلي په ډیر جرأت او اسانۍ سره بشپړې کړي او د یوه سوکاله، ډاډمن او پرمختللي افغانستان څښتن شو.
دا یوه ښکاره خبره او حقیقت دي چې افغان حکومت او ولس تل دا خبره په زغرده کوله چې طالبانو د پردیو په لمسون او د هغوي د ناوړو موخو او ګټو لپاره زمونږ د مظلوم او کړیدلی ولس پر وړاندې د اسلام او جهاد له مقدسو نومونو او د هغوي له پاکو احساساتو څخه د ناوړې ګټي اخیستني تر نامه لاندې تاوتریخوالي او وحشت پر مخ وړي، چې اوس دغه ترهګره او افغان وژونکي ډله په خپله دا مني چې مونږ به د دغې هوکړه لیک په ترڅ کې تاوتریخوالی کموو.