تاند- د افغان طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور د جمعې په ورځ د القاعده د تروریستي ډلې د مشر د بیعت وړاندیز ومانه.
د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امیرالمونین په توګه د افغان طالبانو د مشر ملااختر محمد منصور بیعت کوي.
د ایمن الظواهري اعلان د ملا منصور لپاره، چې مشري یې لا ټولو طالبانو منلې نه ده، اهمیت لري ځکه چې په یو ډول د نوموړي پر مشرۍ د تایید ټاپه لګوي.
ده د جمعې په ورځ د ظواهري د بیعت اعلان ته په اشارې په یوه پیغام کې ویلي:«په داسي حال کې چې د امریکا په مشرۍ بې ایمانه ايتلاف د افغانستان په جګړه کې ماتې کړې او متحد ځواکونه یې په شرمناک ډول وځي، زه ویاړم چې له تاسو سره واوسم.»
ده د القاعده جګړه مار ستایلي او ویلي یې دي چې «د القاعده د «مجاهدینو» اعتماد او له یرغلګرو څخه د افغانستان د خلاصولو لپاره د دوی د ژمنې قدرونه کوم.»
د القاعده اوسنی مشر ایمن الظواهري او د طالبانو مشر ملا اختر منصور د طالبانو د شورا له نورو غړیو سره په پاکستان کې مېشت دي خو څرګنده نه ده چې دوی له یو بل سره له نژدې په تماس کې دي او که نه دي.
ټوله د.ای.اس.ای. ډرامی دی, ایمن الخنزاوی څو کاله مخکی مړ دی , دی لکچه دقبر څخه قوماندی ورکوی, .زموږ ساده خلګ هر څه په پټو سترګو قبلوی
زه دومره ملا منصور ته وایم چه ملاصاحب,ستا ټول رهبران دپنجابیانو په زندانو کی په وهلو ټکولو ټوکر ټوکر سول ,مړه سول ,معیوبه سول بی عزته سول او ته لا تر اوسه دهغو تر قوماندی لاندی کار کوی , ایا تاته دیوه پښتون په صغت شرم او عیب ندی چه تر اوسه دتور سپیانو تر لاس لاندی ژوند کوی, زما دذوالجلال په نوم قسم وی که ستا پر ځای وای چه اول می دپاکستان پر ضد دجهاد اعلان خو کړای وای, او جهاد هم دتور سپیانو پر ضد نشی کولای حد اقل دپاکستان دمرداری خاوری څحه خو ووځه, دشورویانو سره ژوند وکړه خو دپنجابیانو سره ژوند کول حرام دی ددوی سره ژوند مکوه. په درناوی
ستاسو مبارزه به هغه وخت خوند کاوه چه یو خو مو مسلمانان نه وژلي او بل دا چه ددی یهودو نصاراوو د دایمی غلام پاکستانی حکومت سره مو هم اخ او ډب کولای
دا په دی چی دوی تر ټولو لوی غدر خپله د طالبانو او افغانانو سره وکړی ،
نو که تاسی دا منافق دوست باندی سترګي پټوئ نو ګرسره ستاسی
بیړی اوس لا غرقه ده ،یو څه عقل وکاروي