څه موده مخکې جمهور رئیس غني ویلي و چې وخت له موږ سره دی، او ساعت له طالبانو سره.

د دې دا معنا چې یو چا ته لس دقیقې ورکړې، ورته ووایې چې دومره وخت لرې، ساعت ته دې ګوره، که دې کار ونکړ، کار دې خراب دی.

د طالبانو کار ریښتیا خراب ښکارېږي.

ما خو شپږ کاله مخکې ویلي چې افراطي وحشیان د ځینو حشراتو هغو غوزو ته ورته دي چې کله یې زوی د مور له نسه را وځي، د مور نس یې څیرې کېږي، مور یې مري.

تر اوسه پورې ټولو افراطي ډلو د خپلو میندو ډلو نسونه ور څیرې کړي دي. په مصر کې چې الجهاد د اخوانیانو ګېډه ورڅیرې کړه، په افغانستان کې طالب د اخوان او جهادي ډلو خېټه ور څيرې کړه، په سوریه کې داعش د النصره او نورو خېټه ور څیري، په پاکستان کې ټي ټي پي پر خپلو استادانو بریدونه کوي اوس دا دی داعش د ټالیب خېټه ور څیروي، او سرونه یې ور غوڅوي.

یا ربه، ستا تر عدالت ځار . هغه ورځ دې هم دې مظلوم ملت ته ور ولیده چې تر وحشي طالب وحشیتر، د همدې طالب له خېټي را وځي او د ټالیبانو په سرغوڅولو د مظلومانو زړونه ور یخوي. د اللهم سلط الظالمین بالظالمین دوعا رنګ راوړی.
په ننګرهار کې داعش طالبانو وژني، بیا یې په غوږونو او خولو کې تېزاب ور چپه کوي. په فراه کې طالبان د داعش مړي پر سړکونو کشوي. په هلمند کې دغه حال دی او په زابل کې مېلمانه تر کوربنو ډېره جانداري کوي.
طالب پوه شوی چې دا د پټي سر دی، پټی وروسته سورور دی. هغه ته نن د خپل دیارلس کلن وحشت داستان مخې مخې ته کېږي. نن هماغه طالب چې اسیر شوي، سپېره مېره مظلوم سرتېري ته به یې د ټوپک شپېلۍ پر سر اېښې وه، او ورته ویل به یې چې وروستی وصیت وکړه، په داسې چا اوښتی چې وروستي وصیت ته یې هم نه پرېږدي، او له مخې یې جهنم ته لېږي.
نن چې د طالب یوه پښه په دوبۍ، بله په ناروې، بله په چین او بله په قطر کې ده، همدا خبره ده چې وخت له غني او ساعت له طالب سره دی. د ساعت د عقربې له هر ټک سره د طالب زړه تر کولمو وزي او د هرې ثانیې تېرېدل ورته د دار د کړۍ پر لور یو ګام ښکارېږي.
طالب سږ کال خپل ټول را ټول او پر ځانګړیو کمزورو نقطو متمرکز کړ چې ګواکې په رسنیو کې په سقوط سقوط سقوط تکرارولو د سقوط تصور رامنځته کړي. د طالب تر څنګ په نظام کې دننه اشخاص هم په دې حساس کال کې د دې پردي اروایي جنګ برخه شول او د سقوط او سقوط خبره یې ورسره بدرګه کړه، خو افغان ځواکونه په پراخو محدودیتونو سربېره هم د هېواد هرې لرې او کمزورې نقطې ته په شپږو ساعتونو کې دننه ورسېدل. نه یواځې دا چې طالب لاسته راوړنه نه درلوده، بلکې ډېر کله یې هغه سیمې هم له لاسه ورکړې چې په تېرو دیارلسو کلونو کې یې ساتلې وې چې ښه مثال یې د زابل تبسخور، د غزني ناوه او د هلمند د … ناوې سیمه وه. طالب د عزم د مسخرې په لومړیو دوو ورځو کې دومره مړي ورکړل چې د یوه کال د مړیو ذخیره یې وه.

په دغسې حالت کې تعجبه نه ده چې طالب دې هر ځک ته لاس واچوي. د ملایانو خو له پخوا چل زده دی وایي، ګر ضرورت بود روا باشد. نن طالب ته هم د نړۍ د تر ټولو لوی کافر، یعنې چین پر دستارخان شخوند او دوستي روا ده. هماغه چین چې یوه میاشت مخکې یې د سینکیانګ ایالت ټول دیني علماء او امامان په سړکونو ورقصول او دیني شعایرو ته یې جبري سپکاوی پرې وکړ.
نن طالب د هماغه ایران سګواني هم منلې چې پرون یې په نړۍ کې تر یهودو او نصاراوو وروسته تر ټولو لوی دښمن ګڼلی و.
په دې کې شک نشته چې دې سیمې ته د امریکا په راوستلو کې تر ټولو لوی نقش تر پاکستان وروسته د ایران و. هم یې په عراق کې، هم په افغانستان کې له امریکا سره مشترک ستراتيژيک اهداف درلودل. د طالبانو د تش په نامه امارت په ړنګولو کې بیا ایران تر پاکستان هم یوه لوېشت وړاندې و. ایران تر امریکا مخکې د طالب مخالفت او د مخالفې جبهې اکمال پیل کړی و. تر دې چې ایران د افغانستان د تجزیې لپاره وسلوالې مداخلې ته هم چمتو شوی و.
طالبانو لومړی د امریکا د اول همکار د غلامي کړۍ غاړې ته واچوله او دیارلس کاله د افغانانو په وینو پر سره غولي د امریکا لخوا پر ارکستر شوې صحنې ونڅېدل. اوس یې دا دی د امریکا د بل ظاهرا، مخالف خو عملا همکار د غلامۍ کړۍ ته هم غاړه ټیټه کړې او غواړي لس کاله نور هم د افغان پر وینه پر سره غولي د پردیو بې خونده، غمجنوونکي او کرکه خپروونکي ساز ته د وحشت او بربریت ناوړه رقص وکړي.
هو. نور ټالیب د پاکستان لپاره مجاهد، غازي، ملي مقاومتګر او اتل نه، بلکې وحشي ټروریسټ دی. نن پنجاب خپل دې تابعدار غلام ته د هغه د ټولې غلامۍ همدا معاوضه ورکوي چې پر نړیوالو رسنیو یې د صدراعظم لخوا وحشي ټروریسټ ګڼل کېږي.
دلته بیا هم د خدایي عدالت د تطبیق خبره ده. بیا هم خدای ظالم پر ظالم مسلطوي.
همدا نن په پېښور کې د ننګرهار لپاره د طالبانو والي په مرموز ډول جهنم ته لېږل شوی. په هماغه شکل چې طالب به په پېښور، کویټه او نورو ځایونو کې افغانان ترور کول. په هماغسې بڼه چې په اکوړي کېمپ کې د ملي اردو په رخصتۍ تللی سرتېری ترور کېده، نن پر هماغه ځمکه د خدای عدالت تطبیقېږي او هماغه ذلیل انسان خپل پور پرېکوي.
دا اول ځل دی چې د طالبانو مشران د سولې خبره کوي او نه وژل کېږي. طالب باید وپوهېږي چې دا مهلت دوی ته د غني تګلارې ورکړی. دا له پاکستان سره د غني سپینه او پاکه خبره وه چې طالب ته یې د ژوند او خبرې چانس ورکړی. دوی باید د غني تر قیادت لاندې د ولاړ ملت دا احسان او له بدترین او تاترین عاقبت څخه د خلاصون وروستی فرصت وپېژني او غاړه کېږي. ځکه چې وخت د افغانستان له خلکو سره دی، ساعت له طالب سره دی، خو طالب لا هم د ملت ارادې او غږ ته د تسلیمي پر ځای ځان او جهان تېرباسي. نن غني طالب ته مهلت او چانس ورکړی.

لا هم د بل بادار په لټه کې دی. د ملت ملت، خدای خدای پر ځای ایران ایران، سپاه سپاه کوي.

لا هم د افغانانو وژنې ته دوام ورکوي، او غواړي د یو څو زیاتو افغانانو په وژنه د خپل وحشت عمر یو څه زیات وغځوي، خو داسې نه ده. داسې نه کېږي، ځکه چې وخت د افغانستان له خلکو او ساعت له طالب سره دی.

By Editor2

12 thoughts on “د طالبانو نوې وارخطایي او کارخطایي/مجید قرار”
  1. دیر عالی ، ولی زه پوه نشوم چی طالب خو به صلح وکری ولی د داعش موضوع به سنگه کیگی ؟؟ آیا د داعش په موجودیت کی سوله منز ته راتلای شی ؟؟ که نشی راتلای خو بیا هم هغه خبره شوه ، ولی په مجموع کی په غنی باور لرم او ملاتر یی کووم په هر تصمیم کی

  2. وخـــــــــــــت؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
    تر دې نو نورې سختې خبرې نشته چه ووئیل شي .وائې چه (خوارې کې أه مینځې چه د مینځو پښې ورمینځي) ،پاکستان او ایران (دواړه ډیران اوغیران لکه ګیدړان،تورماران)، دوئ څه دي چه زمونږ خلک دې ددوئ په غوړه مالیو تیروځي.ولې دخپلوخویندواو ورونو سره یوځای په خپل هیواد کې نه کښیني اوفیصلې نه کوي . خیر که میرګي یو نیکوونه خومویودي.ترکومه پورې باتوري چه زموږ عزت په کې نه وي .داسې نه چه بیا به وائئ چه دریغئ دریغئ ګران وخت رانه تیرشو!!! او څه بې ځایه به ځانوسره وائې چه:۰
    کاشکي دریدلئ وائ په ځائ هغه معـصــوم یووخت
    نه به وائ دغـــم اوحیــلو ډک دغه باطــــل یووخت
    آخ – څومره په رپ کې رانه تیرشوهغه ښکلئ وخت
    څومره وم ساده چه ما په وخت باندې خندل یووخټ
    بیرته به په هیڅ بیــه رانـشـي کــه حــاجـــت وکـړم
    پاڼي ـ په هـوا شوزمونږ نازک لکه یوګـــل یووخت
    الــــلــــه(ج) مو په یوه لـــــــــاره اویومــنـــــــزل روانکړه ورونوڅومره په ستړئ لاره مو آخرت ته روان کړي یو؟؟؟اوتو څو به ستاسې خویندې وائې چه۰۰۰
    پریږده خالدې دغه خیالي خوبونه یوې خواتـــــــــه
    مونږ څه ووخبرې چه به ځو په هر مـنـزل یووخت

  3. په ټالیبانو هماغه د کاڼه کیسه شویده . وایی کوڼ یی په کونه غ…… خو په غوږو یی نه اوریده . ټالیبانو یو یو د ایران او پاکستان له لاسه وژل کیږی خو دوی لا هم نه پوهیږی او هغوی ته د دوستی لاس ور اوږدوی. مږې ټوله رشقه وخوړه خو د مځکی څښتن وایی پروا نه کوی مږه ده.

  4. قرار صیب ! داعش یواځي طالب ته د سر خطر نه دی داعش به طالبان ورخطا کړی وی خو زمونږ حکومت یی هم له کارخطایی سره مخامخ کړی دی

    طالب خو ښه وه داعش خو لکه د کفن کش بچی سم کار به مو وکړی

    1. بیغمه اوسه ورور جانه داعش افغانستان هیڅ کوم خطره نلری. داعش اصلا د پاکستان د غیر اټمی کولو پروژه ده. کیدای شی لږ اوږد مهاله شی خو نتیجه ورکوی انشالله. داعش په افغانستان هیڅ کومه ګټه نلری او نه افغانستان څخه څه ترلاسه کولۍ شي

  5. زه يوه پوښتنه لرم ايا دغه وچ سياست کې به د وارخطا، کار خطا، لاخطا، ما خطا، او تا خطا معامله کار ورکړي چې اصلا موږ
    څه غواړو؟ هغه هم په يوه داسې حکومت کې چې عبد الله ېې مشر دي او صلاح الدين د “بابا د خولې” بهرنيو چارو وزير چې نه موډل لري او نه د افغان ټولنې لپاره کار ورکوي ځکه چې دوه سره لري د کلمې په لحاظ هم کوم توپير پکې نه راځي ملي وحدت چې وحدت نه لري يا وحدت ملي چې ملي نه دي هر څوک د خپل ځان په لټه کې دي د کورنيو چارو وزير ته ېې ګوري ……. همدارنګه د سره غواېې نور کسان هم پکې ډير دى
    دسيند په اوبو کې مخ پورته تګ قوت او جرات غواري او د اوبو له جريان سر موافق تګ مړه کبان هم کولاى شي.

  6. دوستانودقرارصاحب ليکنه په ټوله معتی سره سمه ليکنه ده،بل دمحترم ورورشريف زاد صاحب اوهمدارنګه دنورودوستانو ،ليکوالو اوسياسيون څخه داهيله ده چی سره اوسپين پسی نورونه ګرځی او هم ونه ګرځو دادپردواودښمنانوټاپی دی چی دی خپلوګټو په خاطر يي پر افغان ملت وهلی دی ، موږددا ښکلی وطن ابادول غواړوچی هرڅوک وی اووکولای شی چی زموږاسلامی عقايد،کلتور،شرف اوناموس په کی خوندی وی اوهيواد دابادولو لورته رهبری کړی،نور بايد پوسو چی دا وطن ابادولو ته ضرورت لری؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ اوبس.

  7. ښا غلي اس اس اکبري نه پوهيږم چې ستا پوهه به رياضي کې څومره وى خو ستا خبرې د وطن په ابادې کې ډيرې مجهوله دي او مجهوله معادله په مجهوله دليل نشې ثبوت کيداى. تا دوه کسانو ته کريدت ورکړي خو په عين زمان کې د رنګ خبره در باندې بده لګيدلې او هېله کول د يوښه پاينټ دې خو وطن په مجهوالهويت او نامعلومو کسانو او په تيره بيا کمونستانو نشي ابا ديدلاى ټاپې ته ضرورت نشته د ټاپو خلکو پېژندل شوى

  8. واه قرار صیب دوا دي سه په دی لیکنه در سره ٪۱۰۰ ۱۰۰ همژغې یم.
    که سړی د دې هیواد دا تقرباٌ ۳۵ کلنه غمیزه په شه توګه مطالعه کړي نو پوهیژي چې دلته د دې محبور ملت په حق کشې کوم ظلم و نسو اوله کومې مقدسی نامې کار وا نخستل سو ظالیمانه ګټې تری پورته نشوې، مثلاٌ تش په نوم کمو نستانو عقیده په الته ور ووهله د غریب، بزګر، مساواتو، برابري، فیوډال ….. بیا جهادي بزرګانو د اسلام، جهاد، رهبر، تنظیم، قهرمان …… بیا طالب چې یو وخت به یی ځان د ملایکو لشکر باله د شرفساد، شرعت محمدي، اسلامي امارت، امیر المؤمینین، …… بیا د کرزي په دوره کي د ملي وحدت موزیره کلیمه چې موږ یی 100 کاله شاته یوړو.
    ګوری دا ټول د افغانستا د تباهې دا افغانانو د غرور او تاریخ لپاره یو نړیوال ګیم ؤ کمونستانو له دین او خاوری تیر شول خپل ایمان یی په روسانو خرڅ کړ. زه د افغانستا مقدس جهاد ته احترام لرم برحق اوغشتلې ؤ خو ځینې خیټورو حرامخورو سیاسي مجاهیدینو د خپلو شومو اهدافو ته دی ریسدو لپاره هر کار وکړ نه یی اسلام او نه یی جهاد په نظر کې ونیوه او د فحش، چور، غصب او قومي تعصوباتو پروژۍ یی پرمخ یوړي. طالب صاحب د خپلو شعارو بر خلاف د پاکستان د غلامې ځنځیر پر غاړه او د هیواد ورانې او د ورور پروژې واخستې، اوس یی ډیره شرماوره پروژه له ایران هم واخسته خدای ج دی خیر وکړي. خبره د کرزي د ملي وحدت، دا تر ټولو خطرناک نوم ؤ چې د ټولې نړې مرستې یي د ملي وحدت په نوم په یو څو ډلو ټپلو، او په یو څوکورنیو وویشلی او ملت لکه بایللی جوارګر له میدان سپیره پورته شو اوس چي غني دا مافیایی بانډونه ماتوي په خدای ملا یی درد پری وکړي نو زه بیا هم د قرار صیب سره د غنې بابا دا خبره منم چې وخت له موږ او ساعت له طالبجان سره دې اوس دې طالبجان دا ساعت تر عبده صرف د ټوک ډوډې راټولولو لپاره ژر ژر ګوري چې پری ناوخت نه شي.

  9. It is a good topic. Taliban become low in their Political issues. they have problem.
    Majeed qarar..you told about that afghan army man that was shouted by TALIBAN…in the month of holy Ramazan..
    Taliban are failed???????????????????
    anyone from NUNNasia

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *