خبرپاڼه –

د مخالفینو د یو هاوان د لګېدو له امله اتو ( ۸ ) تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې درې یې میرمنې دي.

د مهترلام الینګار په استقامت د مرکز اړوند د بسرام په سیمه کې نن سهار وختي د مخالفو وسلوالو له خوا د هاوان مرمۍ له لرې واټن څخه راتوغول شوې او په یوه کرونده کې لګېدلې ده، چې له امله یې یوه میرمن په شهادت رسېدلې او د یوې لس کلنې انجلۍ او یوې بلې میرمنې په ګډون اووه تنه زخمیان شوي دي.

زخمیان دا مهال ټول د مهترلام د عامې روغتیا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي چې د روغتون د ډاکترانو په وینا د زخمیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

لغمان ولایت مقام د مخالفو وسلوالو دغه غیر اسلامي او غیر انساني عمل په کلکه غندي، د عامې روغتیا روغتون مسولینو ته یې جدي سپارښتنه کړې چې د زخمیانو درملنه په ښه توګه وکړي او د دې تر څنګ یې ټولو کشفي ارګانونو ته دنده ورکړې چې د ورانکارو او تروریستي فعالیتونو د پر وخت شنډولو په موخه خپل اقدامات جدي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *