تاند، جمعه، د سنبلې ۲۹مه: د ملګرو ملتونو امنیت شورا په قلات، کابل او چاریکارو کې د طالبانو وروستي ځانمرګي او موټر بم بریدونه غندلي او ټینګار یې کړی دی چې دغه هېواد کې باید تاوتریخوالی نور ودرول شي.
طالبانو په وروستیو څو ورځو کې د کابل پر پیژنتون برید کې ۲۲ کسان ووژل ۳۱ نور یې ټپیان کړل، دغه راز یې په چاریکارو کې د کمپاین پر یوه غونډه برید ۲۶ کسان ووژل ۴۲ یې ټپیان کړل او پرون یې په قلات ښار کې موټر بم برید لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل او ۹۴ نور یې ټپیان کړل.
په دې تړاو د امنیت شورا اعلامیه چې ښاغلي واسیلي نبنزیا ولوسته په کې راغلي چې له افغانانو سره په دې غم کې شریک دي.
امنیت شورا یو وار بیا ټینګار کړی چې تروریزم په هر ډول او هر چرته د ټولې نړۍ امنیت لپاره لوی ګواښ دی، ځکه نو باید د دغو بریدونو عاملان، پلانوونکي، تمویلوونکي او ملاتړي په سختۍ سره وځپل شي او یا د عدالت منګولو ته وسپارل شي تر څو سخت قانوني چلند ورسره وشي.
امنیت شورا پر ټولو هېوادونو چې له ملګرو ملتونو سره تړونونه لري غږ کړی چې له افغانستان سره دې فعالانه مرستې وکړي او له ترهګرۍ سره په جګړه کې دې ټول یو موټی مبارزه وکړي.