ژمی په رارسېدو دی، وسله وال خپل وروستی زور ازمايي، د ځینو سیمو د سقوط مسئله دومره جدي نه ده.
یوې خوا ته د ژمي تر رارسېدو مخکې وسله وال خپل فعالیتونه نور هم زیاتوي. او له بلې خوا بهرنۍ او په کور د ننه ځینې کړۍ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پر ولسمشر فشارونه راوړي.
د وسله والو وروستۍ کړنې ولس ته دا باور ورکړی چې ګواکي نور د دې حکومت هېڅ هم په وس کې نشته او لمن یې مخ په ټولېدو ده، په داسې حال کې چې د درې لکو ۳۰۰۰۰۰ امنیتي سرتېرو په شتون کې د وسله والو دغه کړنې بې ځایه، د خپل بادار په غوښتنه او نمایشي دي.
هر کال تر ژمي مخکې وسله والو خپل فعالیتونه تر پخوا زیات کړي، ځکه چې په ژمي کې محیطي شرایط د دې سبب ګرځي، څو دوی د افغانستان له پولو هاخوا پاکستان او یا هم ایران ته واوړي.
امریکا او د پاکستان استخباراتي کړۍ چې په افغانستان کې وسله والې اورپکې ډلې حمایه کوي، د هېواد په شمال کې یې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره دغه ډلې نورې هم غښتلې کړې. د کندز په سقوط کې امریکا او پاکستان پوره لاس لري.
د کندوز له سقوط څخه امریکا څو موخې درلودې:
- امریکا په سوریه کې د روسیې له هوايي بمباریو اندېښمنه ده، د کندز سقوط روسیې ته یو غیر مستقیم ګواښ و، چې ګواکي له په سوریه کې له خپلوفعالیتونولاس واخلي.
- په کندز کې د افغانستان د هر قوم خلک شته دي، د دغو خلکو تر منځ تفرقه اچول او په خپل منځ کې یې سمتي ، مذهبي او نژادي دښمني پيدا کول د امریکې یوه موخه وه.
- ترهګري د افغانستان له پولو هاخوا ( د منځني ختیځ هېوادونواو روسیې ) ته انتقالول د امریکې بله موخه وه.
- امریکې خپل نظامي شتون په افغانستان کې نور هم یقیني کړ او د کندز په سقوط سره یې نړیوالو ته وښودله چې امریکا باید په خپل پخواني دریځ کې بدلون راولي.
امریکا د خپل پلان سره سمه روانه ده، نه غواړي چې په افغانستان کې اوس مهال کومه سیاسي تشه رامنځ ته شي. وضعیت به د یو څه مهال لپاره همداسې وي، کله چې موخې تر لاسه کړي، بیا به وضعیت بېرته سم شي.
د سیمو د سقوط پېښو ته دې ولس نه وارخطا کیږي، جنګ د سترو ابرقدرتونو تر منځ دی. همدا دوی دي چې حالاتو ته تغیر ورکوي.