تاند- وسله والو طالبانو د قطر د دفتر له غړیو سره د دې ډلې د مشرتابه د اختلاف او د هغو د لېري کولو راپور رد کړ.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد پرون /شنبه/ دا راپور په کلکه رد کړ او هغه یې بې اساسه وباله.
تاند او ځینو نورو رسنیو د طالب سرچینو په قول ویلي و، چې د طالبانو مشر غواړي چې د قطر د دفتر د غړیو او مشر ځای نویو کسانو ته وسپاري ځکه چې د دغو سرچینو په قول د قطر د دفتر غړیو په خپل سر ځینې کارونه کړي دي. (تفصیل)
خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې د قطر د دفتر غړیو هیڅ پرېکړه د مشرتابه له اجازې پرته په خپل سر نه ده کړې:
« موږ دغه بې اساسه راپور او تورونه په کلکه ردوو، د اسلامي امارت مسئولین الحمدلله سپيڅلي او متعهد خلک دي، نه له مشرتابه سره کوم اختلاف لري، نه يې هم په خپلو کارونو کې د خپلو مشرانو له اجازې پرته کوم ګام اخیستی.
د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر محترم شیرمحمدعباس ستانکزي صاحب په ګډون د دفتر ټولو غړو په سیاسي برخه کې د اسلامي امارت له اصولو او داعيي څخه کلکه دفاع کړې، له نړیوالو جهتونو سره يې بریالي تماسونه ټینګ کړي او په بین المللي سطحه يې د اسلامي امارت لپاره په سیاسي برخه کې نه هیردونکي خدمتونه ترسره کړي دي، چې له امله يې د اسلامي امارت د رهبرۍ د اعتماد وړ ګرځيدلي او تراوسه پورې په اطاعت او اخلاص سره د اسلامي امارت سیاسي برنامي پرمخ وړي. »
افسوس چی دوطن سرنوشت ددی جاهیلو په لاس کی ده ،