تاند- د طالبانو ویاند وايي چې د قطر په دوحه کې د دوی استازو د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې د نړیوالو پوځیانو د وتلو له ۱۸ میاشتني مهالوېش سره موافقه نه ده کړې.
ذبیح الله مجاهد نن /شنبه/ په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي«دا راپورونه رښتیا نه دي، د ۱۹ میاشتو وړاندیز بیخي نه دی شوی.»
پرون رویټرز خبري اژانس د طالب سرچینو په قول وویل چې د دواړو خواوو د موافقې په مسوده کې له افغانستان څخه په ۱۸ میاشتو کې د بهرنیو پوځیانو د وتلو یادونه شوې ده.
دغه راز د موافقې په مسوده کې د بندیانو د تبادلې او د نړیوالو بندیزونو له لیست یا تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو او د هغوی پر سفر د بندیز د پای ته رسېدو یادونه شوې ده.
همداراز طالبانو له امریکایانو سره په خبرو کې ژمنه کړې چې د ځواکونو د ایستلو د مهالوېش له څرګندولو وروسته به د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. دغه راز ویل کېږي چې ژر به طالبان یو پلاوی افغانستان ته واستوي.
ذبیح الله مجاهد د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالوېش له ردولو پرته د نورو مطرح شویو موضوعاتو په اړه څه نه دي ویلي.
پرون رویټرز خبري اژانس راپور ورکړ چې د طالبانو یوې سرچینې ورته وویل«په ۱۸ میاشتو کې که بهرني پوځیان ووتل او اوربند عملي شو، بیا به د سولې د موافقې نورې مادې عملي شي.»
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپلو ټویټري پیغامونو کې د مهالوېش یادونه نه ده کړې. خو ویلي یې دي چې په قطر کې له طالبانو سره د ۶ ورځنیو خبرو په پای کې خپلې خبرې له طالبانو سره د پخوانیو خبرو په پرتله رغنده وبللې.
خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو په پای کې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«د دې ځای غونډې د پخوانیو هغو په پرتله ډېرې ګټورې وې. موږ پر حیاتي مسلو د پام وړ پرمختګ وکړ.»
ده په عین حال کې لیکلي«لا هم یو شمېر مسلې شته چې موږ باید پرې کار وکړو.»
په قطر کې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ له چمتو شوې مسودې سره د افغانستان د حکومت د موافقې په صورت کې به موافقه نهايي او د سولې لار هواره شي.
خلیلزاد هم دې مسلې ته په اشاره لیکلي:
«یو شمېر مسلې لا پاتې دي چې پرې کار وشي. پر هیڅ شي تر هغو پورې موافقه نه ده شوې چې پر ټولو مسلو موافقه نه وي شوې او په هر شي کې باید بین الافغاني خبرې او بشپړ اوربند شامل دي.»
د امریکایانو او طالبانو په خبرو کې د بندیانو تبادله، اوربند، او له تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل هم شامل دي چې دا ټول د افغانستان له حکومت سره تړاو لري او تر څو کې د افغانستان حکومت ورسره موافقه ونه کړي، نه شي عملي کېدای.
ځما شک دادی چه د ولسمشری د انتخاباتو څخه مخکی به هر څه بدلون ومومی، د دغو ګډو وډو خبرو نتیجه به دا وی، چه شاید امریکایان ځمونږ سره هغه چل او دوکه وکړی کوم چه دخلقیانو سره پخوانی شوروی اتحاد وکړل
همدا اوس د ولسمشری انتخاباتو لپاره نه اروپا، نه امریکا او نه بل هیواد د پیسو کمک کوی، او همداسی کوم پارلمانی ګډوډ انتخابات چه تیر شول او تر اوسه یی نتیجه دستونزو او کړاونو سره مخامخ ده، ددی علت هم همدا کیدای شی
لنډه دا چه ځمونږ د حکومت لوړپولی چارواکی باید نن سبا ډیر زیرکه او هوښیار اوسی، چه هر حالت کیدایشی راتلوونکی اوسی
په هر صورت زه د خدای ج څخه غواړم، چه ځمونږ وطن ته دایمی بی غرضه سوله راولی او یو غښتلی خپلواک افغانستان همیشه سرلوړی لری