تاند- طالبانو د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې د پاکستاني او افغان چارواکو په قول پکې ویل شوي وو چې سبا /جمعه/ به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ دوهم پړاو مخامخ خبرې په مري ښارګي کې کېږي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن /پنجشنبه/ رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو سیاسي دفتر، چې د خبرواترو واک ورکړای شوی دی، د جمعې د ورځې د اعلان شویو خبرو په باب معلومات نه لري.
ذبیح الله مجاهد دا خبره وروسته له دې وکړه چې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مړینې خبرونه د افغانستان دولت رسماً تایید کړل.
ذبیح الله مجاهد په خپله خبرپاڼه کې د ملاعمر د مړینې موضوع ته هیڅ راز اشاره نه ده کړې.