تاند- د افغانستان ملي اردو وايي، د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په فاریاب ولایت کې د شاهین قول اردو د ځواکونو په عملیاتو کې سخت ټپي شوی دی.

د شاهین قول اردو قوماندان جنرال امان الله مبین وویل، ذبیح الله مجاهد په غورماچ ولسوالي کې د ملي اردو د عملیاتو په لړ کې سخت ټپي شوی او وضعیت یې مرګونی دی.

ده همداراز وویل، په غورماچ ولسوالي کې هوايي او مځکني عملیات دوام لري.

جنرال مبین نه دي ویلي چې دوی ته څرنګه څرګنده شوه چې ذبیح الله مجاهد سخت ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې د خپل ویندوی د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ویلي خو د دې ډلې د نن ورځې اعلامیه د طارق غزنیوال له لوري رسنیو ته استول شوې ده.

دا لومړی ځل دی چې د ذبیح الله مجاهد د ټپي کېدو راپور ورکول کېږي.

One thought on “د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد سخت ټپي شوی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *