ذبیح الله خورشیدی –

2

په اسلام اباد کې د پنځمې څلور اړخیزې ناستې جزیات د پاکستان اکسپرس تربیون ورځ پاڼې خپاره کړي دي.

دې ورځ پاڼې د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي دي، پاکستان به د خپلو هغو سیاسي  او مذهبي څېرو په مرسته چې طالبان ورته درناوی لري د سولې د خبرو پیغام ورولیږي، خو که  طالبان له دې پیغام مخ واړوي او خپلو بریدونو ته  دوام ورکړي نو هغه مهال به د  عملیاتو پر انتخاب غور وشي خو دا پرېکړه اوس باید افغان حکومت وکړي.

له دې سره لیکل شوي چې د خبرو اترو لپاره اوربند مهم دی که په دې برخه کې افغان حکومت لومړیتوب کوي او د طالبانو په شرطونو کې نرمښت راولي دا به د دې لامل شي چې طالبان په اسانۍ خبرو ته تیار شي.

افغان حکومت له دې وړاندې چې د سولې څلور تېرې ناستې ناکامه شوې ولسمشر غني د ملي شورا ناستې ته په وینا کې وویل پاکستان په هغو ژمنو عمل ونه کړ چې په څلور ناستو کې کړي وې چې له دې ډلې یوه یې د هغو طالبانو پرضد پوځي اقدامات ترسره کول دي کوم چې نه غواړي د سولې خبرې وکړي.

په ورځ پاڼه کې دې غوښتنې ته پاکستان شین څراغ ښوولی، خو پارونکې او جنجالي دا ده چې پرېکړه یې افغان حکومت ته پرېښې او په دې سره پاکستان هڅه کوي طالبان نور هم د افغان دولت سره په جنجال واړوي او دوی خپله ننداره وکړي.

له دې سره ویره شته که افغان حکومت د طالبانو پرضد عملیات پیل کړي او پاکستان د خیر په غونډۍ کېني دا به نه یوازې د خبرو بهیر له ننګونو سره مخ کړي بلکه دلته روانه جګړه به هم دومره اوږده شي چې بیا به د خبرو اترو لپاره څه داسې فرصتونه نه وي کوم چې اوس برابر دي.

پاکستان باید د افغان حکومت غوښتنه پرځای کړي په هغو طالبانو بریدونه پیل کړي چې د سولې خبرو ته نه تیاریږي او د پاکستان د خاورې پر افغان خاوره بریدونه کوي امریکا او چین هم باید اسلام اباد د کلک فشار لاندې راولي او هغه ژمنې پرې پوره کړي چې په تېرو څلورو ناستو کې یې پاکستان ژمنه ورکړې.

په دې ناسته کې افغان لوري ته ویل شوي چې د طالبانو پر وړاندې په خپل سیاست کې نرمښت راولي او طالبانو ته په شرطونو کې انعطاف وکړي.

طالبانو وړاندې تر دې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او د يوه اسلامي سيستم جوړول د سولې خبرو د پیل لپاره خپل شرطونه يادول، خو دا ځل يې په دې شرط کې ښکاره نرمښت لیدل کېږي او اوس د بهرنیو ځواکونو د وتو په مهالوېش ټینګار کوي، خو هغه  څه چې راتلونکې لپاره اندېښنه ده هغه داده چې د طالب په نوم پاکستان ته امتیاز ورنه کړل شي، دلته طالبان او افغان حکومت دواړه  باید هوښیار اوسي چې د پاکستان د سیاستونو ښکار نه شي.

په همدې هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *