ژباړن: عبدالواحد رضوانزی
دیني مدرسې اوږده مخینه لري، مګر طالبان د (دیني مدرسو شاګردان) د نوېیمې لسیزې په منځ کې د یوې جلا مستقلي سیاسي ډلې په توګه ظهور وکړ. هغوی ظاهرا په افغان سیاست کې د یو لوبغاړي په توګه راپورته شول تر څو هغه تشه چې د نوېیمې لسیزې په پیل کې د پخوانیو مجاهدینو ډراماتیک سقوط رامنځته کړې وه ډکه کړي، مګر د طالبانو تحریک د درې لاملونو له کبله پاکستان ایجاد کړی تحریک دی.
لومړی: تقریبا ۹۵ سلنه طالبان د پاکستان په دیني مدرسو کې روزل شوي او تربیه شوي وو، د محلي اوسیدونکو په ګډون د افغان کډوالو ماشومان په پاکستان کې د فعالو مدرسو چې د عربي هېوادونو له لورې یې مالي ملاتړ کېده د پراخه شبکې له لورې جذبیدل. په پورته یادو دیني مدرسو کې زده کړې د وهابي مدرسه فکر په بنسټ ورکول کېدي. د دې مدرسو شاګردان په داسې ډول سیاسي کېدل چې د پاکستاني مذهبي سیاسي ګوندونو له لورې چلېدې چا چې به دا بنسټونه (دیني مدرسې) د خپل سیاسي مرکز په توګه کارولي. پاکستان میشتو هغو مذهبي سیاسي ګوندونو چې د دیوبندي مدرسه فکر سره یې تعلق درلوده په افغانستان کې د طالبانو د سیاسي او فرقه یې نفوذ او اغېز په پراختیا افتخار او ویاړ کوه. په ۲۰۰۰ کال کې د پاکستاني مذهبي سیاسي ګوندونو له لورې د طالبانو د رژیم د ساتنې او دفاع په موخه د (افغانستان د دفاع شوری) جوړول د دې حقیقت څرګند ثبوت دی.
دوهم: طالبان لکه د خپلو اسلفو مجاهدینو په څېر د پاکستاني امنیتي ادارو له لورې رامنځته او تجهیز شول تر څو په افغانستان کې خپل تسلط پیاوړی کړي. په حقیقت کې طالبان په افغانستان کې د (ستراتیژیک عمق) د پالیسۍ د تطبیق لپاره یو مهمه ستراتیژیکه سرمایه په نظر کې نیول شوي دي، دا په طالب پروژه کې د پاکستان د پانګونې او اوږدمهاله ملاتړ څرګندونه کوي. په نوېیمه لسیزه کې د طالبانو دفترونو د پاکستان په ټولو سترو ښارونو کې په ازاد ډول فعالیت کوه.
درېیم: مخکې له دې چې په افغانستان کې په رسمي او سیستماتیک ډول طالبانزیشن پيل شي، هغو طالبانو چې مولوي صوفي محمد یې مشري کوله د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په ملاکنډ سیمه کې د شریعت د تنفیذ ازمایښتي پروژه باندې کار پیل کړ. کله چې په ۱۹۹۶ کال کې طالبانو کابل ونیو او په افغانستان یې واکمني پیل کړه په قبایلي سیمو کې طالبانزیشن رېښې خپرې کړي. په سیمه کې د طالبانو نفوذ ډېر شو تر دې چې د سیپټمبر د یوولسمې نېټې له پېښو وروسته په کابل کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته یې مشرانو له افغانستان دې سیمو ته په شاتګ وکړ. هغوی د ډیورینډ کرښې پاکستان لورې ته بیا سره منسجم او منظم شول او په ۲۰۰۳ کال کې یې په افغانستان کې د جګړې یو نوی پړاو پیل کړ. که څه هم تحریک طالبان پاکستان په تخنیکي ډول یوه جلا ډله ده خو بیا هم د طالبانو د بنیادي بدنې سره نژدې فکري او تنظیمي اړېکې پالي. د تحریک طالبان پاکستان جګړه ماران په افغانستان کې د خپلو افغان ملګرو سره یوځای جګړه کوي، همدا ډول تحریک طالبان پاکستان پخپلو افغان ملګرو ځکه تکیه دي چې هغوی د افغان سرحد په اوږدو کې له هغو پټنځایونو چې د افغان حکومت واکمني هلته کمزوري ده ګټه پورته کوي.
تېرو څو کلونو کې د طالبانو اړوند ډېرې داسې کیسې او د هغوی څخه د حکومت د ملاتړ اړوند روایتونه شته دي چې طالبان د پاکستان د افغان پالیسۍ د ملا د تیر حیثیت لري. هغوی د بهرني اشغال په وړاندې د تش په نوم مقاومت د تحریک په نوم په پروژه ورکول شوي دي. هېڅ شی له حقیقت څخه پورته نه دی، په ۱۹۹۴ کې د هغوی له زیږېدو څخه تر یوولسم د سیپټمبر پورې په داسې حال کې چې په افغان خاوره یو بهرنی سرتېری هم نه وو د افغانانو په خلاف وجنګیدل. په بنیادي ډول هغوی د افغان دولت خلاف جګړه پر مخ یوړه. طالبانو د دې لپاره جګړه وکړه چې د برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود په مشرۍ رژیم نسکور کړي. هغوی همدا ډول د ګلبدین حکمتیار په حزب او نورو افغان ډلو بریدونه وکړل. په حقیقت کې د القاعده سره د هغوی اړېکې او له اسامه بن لادن څخه د هغوی ملاتړ افغانستان د نړیوالې پوځي شخړې په تیاتر بدل کړ.
په همدې ډول تر څو خپل اجیر او مزدور طبیعت پټ کړي طالبانو په افغانستان کې د شمال ټلوالې د تسلط خلاف خپل ځانونه د (پښتنو استازي) ګڼي. دا بیا هم ډېر بې لارې کوونکی ذهنیت دی. د طالبانزیشن لومړی او تر ټولو مهم هدف د پښتنو تاریخي ملي هویت له منځه وړل دي او همدا ډول په سیمه اېیز او نړیوال سیاست کې سپکاوي لورې ته د پښتنو رهي کول دي. پښتون کلتور د طالبي تهاجم بنسټیز قرباني دی. په حقیقت کې پښتانه په افغانستان کې د طالبانو د حملو له کبله د ژوند په بایللو او د زیربناء د ویجاړۍ او بربادۍ له اړخه تر ټولو ډېر ځورېدلي او زیانمن شوي دي. په ورته وخت کې په پاکستان کې پښتانه ملت پال د تروریستي بریدونو د ضربو متحمل شوي دي.
په ورته وخت کې ادعا کېږي چې طالبان په افغانستان کې نشې ماتیدلی، په حقیقت کې هغوی په افغانستان کې هره ورځ ماتې خوري، مګر د ډیورنډ کرښې اخوا د هغوی پټنځایونه د دې لامل شوي دي چې تازه بریدونه طرحه او تر سره کړي.
دلته د طالبانو په پروژې د بحث کولو دا مانا نه ده چې نور هغه عناصر چې په افغانستان کې د جنګ ذمه وار دي رد کړای شي، دا هم یو حقیقت دی چې افغانستان تراوسه د زبرځواکونو د (سترو لوبو) او رقابتونو د دسیسو قرباني دی. ستر زبرځواکونه روسیه، متحده ایالات او اروپایې قدرتونه نشې کولی په افغانستان کې د وروستیو لسیزو په جریان کې د وینې بهېدنې او تباهۍ له مسوولیت څخه ځانونه مبرا کړي. مګر په افغانستان او د افغانستان په شا او خوا کې د شخړې په حل کې موجوده خنډونه د طالبانو له کبله دي.
په ۲۰۱۴ کال کې له پاکستان څخه د ډاکټر اشرف غني په لیدنه کې پاکستاني مشرتابه له غني سره ژمنه کړې وه چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ به د خبرو زمینه سازې کوي. په دې اړه هم پرېکړه شوې وه چې کله د پخلاینې خبرې کېږي، دواړه هېوادونه به په ګډه د هغوی خلاف چې د سولې پروسې مخالفت دي جګړه کوي. طالبانو دې ښکېلتیا څخه په ګټه اخېستنه د افغان دولت خلاف بشپړه جګړه پیل کړه. هغوی په افغانستان په ځانګړې ډول په کابل کې د ځینو وحشتناکو تروریستي بریدونو مسوولیت په غاړه واخېست او په دې سره د افغانانو عامه ذهنیتونه په جدي ډول د طالبانو سره د مذاکراتو خلاف شول. طالبان له دې کبله چې د تروریستي فعالیتونو سره یې نه ردیدونکي اړېکې درلودي په دې کې ناکام شول تر څو یو د پام وړ سیاسي مرکز د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې رامنځته کړي. د پاکستاني پالیسۍ پاراډاکس دا دی چې هغوی په پاکستاني سیمو کې پر طالبانو فشار راوړي مګر په افغانستان کې یې ملاتړ کوي. دا د پاکستان لپاره ډېره سخته ده چې د طالبانو د فعالیتونو مسوولیت په داسې حال کې رد کړي چې ښاغلي سرتاج عزیز په رسمي ډول په پاکستان کې د طالبانو د مشرتابه شتون قبول کړ.
د طالبانو پروژه د سړې جګړې پاتې شونې او په افغانستان کې د سولې مخ کې یو خنډ دی. دا پروژه د افغانستان او پاکستان تر منځ د هېوادونو په کچه د اړېکو د عادي کولو تر ټولو ستر خنډ دی. دا پروژه تقریبا په جنوبي او منځنۍ اسیا کې د سیمه اېیزې ناثباتۍ تر ټولو غټه مرجع ده کوم چې مهمو سیمه اېیزو اقتصادي پراختیایې پروژو او سیمه اېیز پیوستون (اتصال) لکه CPEC، ټاپې او نورو ابتکاراتو امکانات له ګواښ سره مخ کوي. پاکستان باید د طالبانو د پروژې په اړه خپله پالیسۍ باندې بیا فکر وکړي. دا به ډېر وخت ونیسي چې پاکستان بیرته د یو عادي دولت حالت ته وګرځي.