تاند- د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ د طالبانو پرضد د عملیاتو پر سر اختلاف پیدا شوی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز د دغه هیواد د صدراعظم دفتر ته ورغلی او هغه ته یې په زغرده ویلي چې له طالبانو سره د خبرو وخت نور تېر شوی او نه غواړيبیا له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه څه واوري.

نوازشریف یو کال پخوا واک ته له رسېدو وروسته وویل چې له طالبانو سره د خبرو له لارې ستونزې حل کوي خو له دې ډلې سره خبرې بیا بیا ناکامې شوې او پوځ د قوت له لارې د مسلې د حل کولو غوښتونکی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د پوځ حوصله د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ ماسپښین مهال د صدراعظم نوازشریف او لوی درستیز راحیل شریف ترمنځ په غونډه کې پای ته ورسېده. پوځ د حکومت د سولې د خبرو له ستراتیژۍ سره مخالفت څرګند کړ او دا مسله یې په خپل کنټرول کې واخیسته.

یوې حکومتي سرچینې، چې د راحیل شریف او نوازشریف د غونډ‌ې په اړه یې معلومات لرل، رویټرز خبري اژانس ته وویل:«د پوځ لوی درستیز او نورو پوځي چارواکو د پوځي پالیسۍ په اړه خپل دریځ په زغرده څرګند کړ.»

سرچینې وویل چې لوی درستیز راحیل شریف غونډې ته وویل چې د خبرو وخت تېر شوی دی.

د دې غونډې په سبا د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته نژدې په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر پناهځایونو بریدونه وکړل.

څرګنده نه ده چې نوازشریف له دې عملیاتو سره موافق و او که نه و.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له هوايي حملو سره ځمکنی ځواک هم ملګری شو. د پاکستان د پوځ هوايي او مځکنیو عملیاتو په دغه هیواد کې د سوله ییزو خبرو له لارې د کلونو تاوتریخوالو د پای ته رسولو لپاره د نوازشریف هڅې زیانمنې کړې.

د چارواکو په وینا د وسله والو سخت دریځو د خطر په اړه اختلاف د پاکستان د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ په اړیکو کې د درز وروستۍ نښه ده.

حکومت وايي چې له طالبانو سره به خبرو ته دوام ورکړي.

د حکومت یوه ویندوی پروېز رشید پاکستاني رسنیو ته د پنجشنبې په ورځ وویل:«موږ به له هغو کسانو سره خبرې وکړو چې خبرو ته تیار دي او پوځي عملیات د هغو کسانو پرضد شوي چې خبرو ته نه حاضرېږي.»

خو پوځي عملیاتو د پاکستان پوځ، چې په سیاسي او ملکي چارو کې د مداخلې او کودتاوې اوږده سابقه لري، د دغه هیواد د امنیتي پالیسیو په اړه د تصمیم نیولو مرکز ته راوست.

4 thoughts on “د طالبانو پر سر د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ اختلاف پیدا شوی”
  1. this is all drama …..fooling pashtana and afghan government ……there is no fight just a big drama in pakistan …..

  2. دا بنجابيان دي د دوي به خبرو مه غو ليزي
    غل ته وأي غلا كوه مل ته وأي بيدار أوسه دا دبشتنو دباره لومه ( دام ) كويشل دي.
    به هر جل جه وي بايد بشتانه تباه او ميدان خانته خالي كري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *