تاند- په فاریاب ولایت کې د طالبانو د حملو په زیاتېدو پسې د جنرال عبدالرشید دوستم سلګونو پلویانو نن /سې شنبه/ په جوزجان ولایت کې وسلې په لاس کې واخیستې او د مرستیال ولسمشر ملاتړ یې اعلان کړ.
دوی د جنرال دوستم په ننګه شعارونه ورکړل او اعلان یې وکړ چې د هیواد په شمال کې د مرستیال ولسمشر په مشرۍ د طالبانو پر ضد د تصفیوي عملیاتو ملاتړ کوي.
په همدې حال کې د جنرال دوستم تر قوماندې لاندې ځواکونو د غورماچ د تصفیې لپاره له وسله والو طالبانو سره نن هم جګړې ته دوام ورکړ.
د جنرال دوستم سرچینې وايي چې د دې ولسوالۍ مرکز یې نن سهار تصفیه کړ.
جنرال دوستم پرون ماښام ویلي و چې ځواکونو یې د غورماچ ټوله ولسوالي نیولې او یوازې د ولسوالۍ مرکز د طالبانو په لاس کې دی چې تر سبا به ونیول شي.
د یکشنبې په ورځ باختر اژانس ویلي و چې د جنرال دوستم په مشرۍ قواوو غورماچ نیولې خو دوستم دا خبره رد کړه، ویې ویل چې د ولسوالۍ د مرکز سل مترۍ ته رسېدلي دي.