تاند- (جمعه، د میزان ۱۲مه) د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د افغان طالبانو د قطر د دفتر پلاوي د پنجشنبې په ورځ ناوخته د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ولیدل.
جیونیوز تلویزیون د ناڅرګندو سرچینو په قول وویل چې د پاکستان صدراعظم له طالب پلاوي سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د سولې پر اړتیا ټینګار کوي او باور لري چې په دې هیواد کې سوله د سیمې له سولې او ثبات سره مرسته کوي.
ده همداراز ډاډ ورکړ چې اسلام اباد به په افغانستان کې د سولې لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي.
خو تراوسه پورې پاکستان یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر اړتیا ټینګار کړی دی. د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د آی ایس آی رييس له طالب پلاوي سره په خبرو کې د قطر د درول شوې پروسې د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه.
جیونیوز وايي، د طالبانو پلاوي د پاکستان له صدراعظم سره په کتنه کې د سولې لپاره د پاکستان هڅې وستایلې.
د افغانستان حکومت له طالبانو سره د پاکستان د حکومت د کتنې پر څرنګوالي نیوکه وکړه او ویې ویل چې که پاکستان په رښتیا غواړي چې په افغانستان کې له سولې سره مرسته وکړي په خپله خاوره کې دې د ترهګرو مرکزونه بند کړي.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي چې پاکستان د طالبانو دغه سفر له افغان سولې سره هېڅ مرسته نهشي کولای.
د ښاغلي صدیقي په خبره، له یوې ورانکارې ډلې کوربه توب د هېوادونو ترمنځ د ټولو اصولو او اړیکو خلاف عمل دی.
طالب پلاوي تر دې مخکې روسیې، چین او ایران ته تللی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر خپله فیسبوکپاڼه کښلي چې د طالبانو د قطر د دفتر د ريیس ملاعبدالغني برادر په مشرۍ یې د طالبانو له پلاوي سره نن کتلي دي. د طالبانو پلاوی داسې وخت اسلام اباد ته ورسېد چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم پاکستان ته تللی دی.
خپل سرکار درته کافر ښکاري خو په انګلیسي انګړکې حرامي نیالګیوته په غیږ ورځئ، څه به درته ووایم پښتونه پهټانیه…ښه ده چې په خرتوب د بني آدم لکۍ نه راخیژي نورخلک خو خیر چې تابه څنګه ځان پسې کشوله
د پاکستاني مقاماتو او د طالبانو له کتنو به څرګنده شي چې څه پایلې لري.
که طالبانو سرتمبګي خوشې کړه ، د جنګ ، ورانکارۍ ، انسان وژنې او سوځونې پرځای یې اوربند ، خبرو ، مذاکراتو او د انسانیت د اصولو برابر کارونه شروع کړل ، نو مونږ به متیقین شو چې پاکستاني مقاماتو دوی ته سمه لار ورښودلې ده ، او که برعکس طالبان لا هم پرخپلو پاکستاني ګدو « خرو » سپاره ول ، په هغه صورت کې دوی د پنجاب او آی اس آی اجنتان ، د افغانستان دښمنان او پخواني ترهګر دي .