تاند- (یکشنبه، د میزان ۱) د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین وايي چې د دوی یوه پلاوي پرون (یکشنبه) له چینايي چارواکو سره وکتل.
شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د طالبانو ۹ کسیز پلاوی پیکینګ ته لاړ او هلته یې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي دینګ کشیجون سره ولیدل.
د شاهین په وینا دواړو خواوو له طالبانو سره د امریکا د خبرو د ځنډېدو د علت په اړه خبرې وکړې.
ده لیکلي«د چین ځانګړي استازي وویل، د امریکا او طالبانو معامله د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل لپاره ښه چوکاټ ده او چین یې ملاتړ کوي.»
د چین حکومت یا د بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو یو پلاوی د سږ کال په جون میاشت کې هم د چین پلازمېنې پېکینګ ته تللی و. هماغه مهال چین ویلي و چې د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسېدا لپاره د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ کوي.
له طالبانو سره د امریکا د خبرو له لغوه کېدو وروسته د دې ډلې یو پلاوی تهران ته لاړ چې سفر یې د افغانستان د حکومت له غبرګون سره مخامخ شو.