تاند- طالبانو نن /سې شنبه/ د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د دوی جګپوړي مرکچیان د ایران په بلنه تهران ته تللي دي.
دا دوهم ځل دی چې د طالبانو پلاوی د ایران د حکومت په بلنه دغه هیواد ته سفر کوي. وروستی ځل د طالبانو مشران د ۲۰۱۳ کال په جون کې تهران ته تللي ول.
د طالبانو یوه غړي، چې ایکسپریس تریبیون یې نوم نه دی اخیستی ویلي:«دا تاییدولی شم چې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشران حاضردمه په ایران کې دي.»
ده دا هم وویل چې طالب مشران د تهران د سفر په لړ کې له ایراني چارواکو سره د سیاسي، سیمه ییزو مسلو او دغه راز په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې کوي.
دغه طالب د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې تهران ته د طالب پلاوي سفر له بهرنیو هیوادونو سره د اړیکو د ټینګولو د هلوځلو یوه برخه ده او له دې وروسته به د طالبانو استازي په منظم ډول بېلابېلو هیوادونو ته سفر کوي.
ده ایکسپریس تربیبون ورځپاڼې ته دا هم وویل چې د طالبانو مرکچیان به په لنډ وخت کې له چینايي چارواکو سره خبرې وکړي.
دوی تر دې پخوا دوه ځلي له چینایانو سره خبرې کړي دي.