تاند- افغان امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو نن /پنجشنبه/ شپه د کابل په وزیراکبرخان مېنه کې د نړیوالې مرستې او انکشاف (IRD) پر دفتر برید وکړ چې په نتیجه کې یې د دغه دفتر یو نیپالی ساتونکی ټپي شو.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمد ایوب سالنګي وویل، له یوې چاودنې وروسته دوه وسله وال طالبان په وزیر اکبرخان مېنه کې د دې موسسې د دفتر حویلۍ ته ننوتل خو دواړه د پولیسو له لوري د ډزو په تبادله کې ووژل شول.

مخکې ویل شوي ول چې طالبانو په وزیراکبرخان مېنه کې د بهرنیانو پر یوه مېلمستون برید کړی دی.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې ویلي چې دا برید د دوی کسانو کړی دی.

دا برید د ماښام په اووه نیمې بجې وشو. تر دې ۱۰ ساعته مخکې د کابل په ختیځ کې د بریتانیا د سفارت د کارکوونکو پر یوه موټر ځانمرګی برید وشو چې په ترڅ کې یې څلور افغان لارویان او یو بریتانیايي ووژل شول او ۳۳ نور لارویان ژوبل شول.

طالبانو د لومړي ځل لپاره نن ومنله چې په دغه برید کې ملکیان ټپیان شوي دي.

دا ډله عموماً د ملکیانو مرګ ژوبلې نه مني. تراوسه پوري یې رسماً د پکتیکا د وحشیانه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو رد کړی یې هم نه دی.

آی آز ډي، چې مرکز یې په امریکا کې دی، له ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسي په افغانستان کې د دغه هیواد د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مرستې کوي.

2 thoughts on “د طالبانو په برید کې د آی ار ډي یو نیپالی ساتونکی ټپي شوی”
  1. آی آر ډي یو شرکت دئ، خپله مرستي نه کوي، د امریکا له نړیوالي پرمختیايي ادارې څخه پروژې اخلي او تطبیقوي یې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *