تاند- په کندهار ولایت کې چارواکي وايي وسله والو طالبانو د افغانستان پر سرحدي ځواکونو په برید کې لږترلږه ۱۱ سرحدي پولیس وژلي دي.
د چارواکو په وینا دا پېښه تېره شپه په شورابک ولسوالۍ کې شوې ده.
د افغانستان په جنوب کې د درېم زون د پولیسو قومندان جنرال تفسیر خان پېښه تایید کړه، ویې ویل، وسله والو طالبانو د هاوانونو په ذریعه د افغان پوله ساتو پر پوستې برید وکړ او یوولس سرحدي ساتونکي یې ووژل.
له بلې خوا طالبانو وویل چې برید دوی کړی دی.
د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي وویل چې د دوی په حمله کې لږترلږه ۱۵ افغان سرحدي پولیس وژل شوي دي.
له دې جلا د ناټو تر مشرۍ لاندې ایساف ځواکونو وویل چې پرون د افغانستان په ختیځ کې د دوی دوه سرتېري په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.
ناټو د وژل شویو پوځیانو د هویت او ملیت په اړه څه نه دي ویلي خو رومانیا ویلي چطې په وژل شویو پوځیانو کې یو تن رومانیايي دی.
د دغو دوو پوځیانو له وژل کېدو سره په افغانستان کې سږ کال د بهرنیو پوځیانو د تلفاتو شمېر ۱۳۱ تنو ته ورسېد.