د مخالفینو له لوري په دوو جلا پیښو کې ۱۳ تنو ملکي وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۵ یې میرمنې دي.

تیره ورځ مازیګر مهال د الیشنګ ولسوالۍ په نجیل کلا سیمه کې د مخالفو وسلوالو له لوري په یو را توغول شوي توغندیز برید کې چې په یو کور لګیدلی یو نارینه شهید شوی او د یو نارینه په ګډون پینځه میرمنې ټپیانې شوې دي چې دا مهال د لغمان د عامې روغتیا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

بل لور ته تیر ماښام ناوخته د مرکز اړوند د میدانیو په سیمه کې د الینګار- مهترلام تر منځ په غځیدلې لویه لاره مخالفو وسلوالو په یوه زرنج ریکشا ډزې کړي چې له امله یې دوه کسه شهیدان شوي او څلور تنه نور یې زخمیان کړي دي. د ټپیانو له ډلې د یو تن روغتیايي حالت نازک دی چې د شپې د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون لیږدول شوې او پاتې نور یې د لغمان د عامې روغتیا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي په ملکي وګړیو د مخالفو وسلوالو دغه بریدونه په کلکه غندي، د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره په دغه غم کې ځان شریک ګڼي او تر څنګ یې ټولو امنیتي ځواکونو ته جدي سپارښتنه کوي چې په میدانیو کې د رامنځته کړې پیښې عاملین دې په کلکه تعقیب او ونیسي.

د لغمان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *