تاند- وسله والو طالبانو په پکتیا ولایت کې د ولسمشر کرزي د امنیتي ساتونکو پر موټرو برید کړی او ویل کېږي چې لږترلږه څلور تنه ساتونکي ژوبل شوي دي.

د لومړنیو راپورونو له مخې د ولسمشر باډي ګاردان د پکتیکا اورګون ولسوالۍ ته روان ول چې د پکتیا ولایت په ساحه کې د وسله والو طالبانو له لوري پرې برید وشو.

ساتونکي مخکې تر دې چې ولسمشر اورګون ته لاړ شي، دې ولسوالۍ ته تلل. ځیني ناتایید شوي راپورونه وايي چې د ولسمشرڅو تنه ساتونکي برمته شوي دي.

خو په پکتیا کې د اتل قول اردو قومندان محمد شریف یفتلي وویل چې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ولسمشر څلور ساتونکي ټپیان شوي او کابل ته لېږل شوي او څلور نور وسله والو طالبانو برمته کړي نه دي.

ده وویل چې څلور نور ساتونکي به ژر کابل ته ولېږل شي.

0 thoughts on “د طالبانو په حمله کې د ولسمشر کرزي ۴ ساتونکي ژوبل شول”
  1. ما خبله به شاهي كارد كي دنده درلوده او داسي ديري أمنيتي دندي مو به أمنيتي مفرزه كي إنجام كري كر جه هغه وخت خما رتبه كوجني يعني لمري بريدمن وم ،كله جه به قوماندان دا منيتي مفرزي وظيفه وااخستله هغه به تول تدابير سنجول بيا به أمنيتي محل ته حركت كاوه ،أمنيتي محل ته درسيدلو سره سم به كوم خاي جه دشاه دباره تأكل شوي ووهغه به كاملاء محاصره داصلي وظائفو تر خنك به ي أظافكي تدابير هم نيول ء. د دي مسوليت دقوماندان دمفرزيء به غاره دي جه ولي أظافكي تدابير نه دي سنجولي او به دي لاره كي كوم أقدام نه دي كري. (هر قوماندان جه دامنيتي مفرزي دنده به غاره اخلي دامر سره سم ،اصلي او فرعي ،او أظافكي وظائف ديو بلان له مخي سنجش او به خبله خريطه كي ثبت كري)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *