پکتیا

تاند- د پکتیا ولایت په جاني خېل ولسوالي کې د وسله والو طالبانو په حمله کې ۱۶ امنیتي ځواکونه ووژل شول.

د پکتیا د والي ویندوی وویل، په دې حمله کې، چې تېره شپه پر امنیتي پوستو وشوه، ۱۵ نور امنیتي ځواکونه ژوبل شوي دي.

په وژل شویو امنیتي ځواکونو کې ۱۳ تنه د ملي اردو سرتېري دي او ۳ نور د عامه نظم پولیس.

د پکتیا د والي د ویندوی په وینا په دې حمله کې، چې د سهار تر ۸ بجو پورې یې دوام وکړ، ۲۸ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۹ نور ژوبل شوي دي.

جاني خېل ولسوالي له پاکستان سره په پوله کې ده او تر دې وړاندې هم په ځلونو طالبانو پرې حملې کړي او څو ځلې دا ولسوالي لاس په لاس شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *