دزابل امنیه قومندان خبرورکوي چي دپنج شنبې په ماښام وسله والو طالبانو دزابل ولایت په شاه جوی ولسوالي کي دهولان رباط پرسیمه دلیرې څخه توغندیز برید کړی او یادې توغندۍ دخلګو په کورونه کي غورځیدلي چي پکي ۱۰ ملکي
کسان ټپیان سوي دي.
امنیه قومندان وايي وسله والو طالبانو تریوځو توغندیو ویشتلو وروسته له سیمي څخه تښتیدلې او دامهال دپولیسو لخوا چاڼیز عملیات روان دي.
طالبانو تراوسه څه ندي ویلي
سرحدي زابلی