صمیمي ||

د طالبانو لپاره ایډیال حالت دا دی چې ټولې خارجي قواوې له افغانستان څخه ووځي، د افغانستان اوسنی نظام سقوط وکړي، داعش ختم شي او د طالبانو امارت یو ځل بیا پیل شي.

 په دې به بحث نه کوو چې دغسې شرایط که ناممکن نه وي خو ډیر بعید خامخا دي. اوس به داسې فرض کړو چې همداسې وشول. ایا طالبان به د خپلې خوښې په طریقه حکومت وچلولای شي؟ دا پوښتنه خیالي نه بلکې واقعي او جدي پوښتنه ده، ځکه طالبان باید له ځانونو وپوښتي چې د دوی په طرز حکومت په اوسنۍ دنیا کې په هیڅ اسلامي هیواد کې ساری او مثال نلري. داسې خو نه ده چې د نړۍ نور مسلمانان له اسلامه خبر نه دي او د ښه ژوند ارزو ورسره نشته. هغوی ځکه طالبي طرز نظام نه دی انتخاب کړی چې سیاسي نظام په هغه طریقه نه کیږي.

 طالبان شاید ووایي چې دوی په خپل دور کې په خپله طریقه حکومت کاوه او چلیده. خو حقیقت دا دی چې  دوی د سیمو په نیولو بوخت وو او د حکومت په طرز باندې یې غور نه و کړی. دوی په اساسي قانون باندې، په خارجي روابطو باندې، د نهادونو په تشکیل باندې، د آینده لپاره د متخصص نسل په روزلو باندې، په مالیاتي نظام باندې او په تقریبا ټولو هغو مسایلو باندې جدي غور نه و کړی چې د یوه سیاسي نظام د چلیدو او د یوه هیواد د بقا لپاره ورته اړتیا ده.

 د طالبانو اداره له جهان سره د دوی د کمزوري تعامل او د تفاهم د نشتوالي په نتیجه کې ړنګه شوه خو که فرضا د امریکا هوایي حملې نه وای، بیا هم د طالبانو د ادارې بقا ممکنه نه ښکارېده، ځکه د ټولنې د سیاسي او اقتصادي ژوند لپاره یې کومه عملي لاره نه پیژندله.

 د سپتمبر د یولسمې نیټې له پیښې مخکې چې نورې دنیا له طالب ادارې سره خاصه ستونزه نه لرله، نو که نړیوالو  د نجونو د حقونو او نورو انساني ارزښتونو د نه رعایت په وجه له طالبانو سره همکاري نه کوله، کوم خاص مخالفت یې هم ورسره نه کاوه. خو اوس که فرضا طالب له دنیا سره له اوولس کلنو ډغرو وروسته قدرت ته رسیږي، بیا خو خامخا ورته ستونزې جوړوي چې په نتیجه کې به یې طالبانو ته حکومت کول تر پخوا په مراتبو مشکل وي.

  که څه هم د زور له لارې قدرت ته د طالبانو رسېدل ممکن نه ښکاري خو که فرضا دغه ناممکن، ممکن شي، بیا به هم حکومت کول ورته ناشونې وي. قدرت ته رسېدل د قدرت تر ساتلو په مراتبو مشکله چاره ده.

  طالبان باید له ځانونو وپوښتي چې دوی واقعا څه غوښتنې لري او دغو غوښتنو ته د رسېدو معقولې لارې کومې دي؟ که د دوی اساسي غوښتنه دا وي چې خارجي عسکر دې ووځي نو دا کار ولې د خبرو له لارې نه کوي؟ امریکا یا افغان حکومت یا ملګرو ملتونو کله ویلي دي چې له طالب سره باید د خارجي عسکرو د وتلو په باره کې خبرې ونه شي؟ پخوانو ویلي دي چې هغه غوټه چې په لاس پرانیستل کیږي، غاښونو ته حاجت نشته او لا مهمه دا ده چې دلته له غاښونو استفاده مشکل نه اواروي بلکې پیچلی کوي یې.

 که واقعا د طالبانو مقصد دا وي چې امریکایان وباسي نو ولې د جنګ د ادامې له لارې امریکایانو ته پلمه په لاس ورکوي چې په افغانستان کې لا زیاته موده پاتې شي؟

 طالبان باید له ځانونو وپوښتي چې د دوی په روانه جګړه کې امریکایان مري که افغانان؟ طالبان شاید ووایي چې که څه هم افغانان بیخي ډیر وژل کیږي خو یو نیم امریکایي هم وژل شوی دی او دا یې وتلو ته د مجبوره کیدو ذریعه ده.

 دا به ومنو چې امریکایان د خپلو عسکرو په وژلو ناکراره کیږي مګر که فرضا واقعا امریکا ته د سر دومره تاوان رسېدلی وي چې ورسره ناکراره وي نو بیا خو امریکا دا هم کولای شي چې د طالبانو خلاف جنګ ته یوازې د هوا له لارې ادامه ورکړي. طالبان باید د خپل سقوط تجربه وریاده کړي. امریکایانو د ځمکې له لارې نه بلکې د هوا له لارې د دوی اداره ختمه کړه. منظور دا چې که طالبان له امریکا سره خامخا کش کوي نو امریکا خو د دوی د مخنیوي لپاره مختلفې طریقې لري.

 د دې لپاره چې طالبان نه خپل خلک ووژني او نه نور افغانان تباه کړي، پکار ده چې د روان جنګ په اړه له ځانونو اساسي پوښتنې وکړي او پوښتنو ته منطقي ځوابونه ومومي. صرف په احساساتو باندې جنګ کول او دین داسې تعبیرول چې د دوی د جنګ ملاتړ ورباندې وشي، سمه خبره نه ده. که دوی دین داسې تعبیروي چې د افغانستان جنګ ورباندې روا او مشروع ثابتیږي نو د کعبې شریفې امام ، یا د الازهر عالم یا د افغانستان په زرګونو عالمان خو دین د دوی غوندې نه تعبیروي. دوی په خپل تعبیر کې ډیر یوازې دي. خوارج او نور ګمراهان هم د دوی غوندې یوازې وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *