سبا صافی –
تیره میاشت کې چې د طالبانو له غورځنګ نه ۹ تنه بانفوذه او لوړپوړي چارواکي پرته د مولوی هیبة الله اخندزاده له اجازې سعودي ته له شیخانو سره د سولې په اړه خبرو ته ورغلي وو بیرته له راستنیدو سره هغوی له خپلو دندو لیري کړی شوي دي او د طالبانو د امارت له صف نه ایستل شوي. د دې لپاره چې دوی ولي په خپل سر هلته د سعودي له شیخانو سره د سولي وعدې کړي دي .
د دوي په منځ کې ترینګلتیا دومره زیاته شوې چې یو بل ته یې د مرګ ګواښونه کړي دي.
سعودي ته تللې ډله د طالبانو د فرهنګي چارو مشران په مرګ ګواښلي او ګوت څنډنه يې ورته کړې چې تاسو ولي زمونږ پر ضد تبلیغات کوئ.
دوی یو بل پسې په خواله رسنیو کې ډیرې بدې او سپکې سپورې ویلي دي.
د طالبانو دغه ناراض ملګري ډیر دي خو یو شمیر يې بیا د پاسپورټونو او سفرونو د جوازتو د نشتون له امله د سعودي له سفر نه پاتې شوي خو سلا او مشورې یې سره شریکي دي.
عبدالرحمن زاهد، عبدالرحمن احمد هوتک، شیخ نظرمحمد، مولوی احمد رباني، مولوی مسلم حقاني، مولوي نصرالله او شیراغا رشیدی او یو شمیر نور.
طالبانو ته نژدي سرچنی وايي چې دغه ټول له خپلو دندو شړل شوي دي او ورته ویل شوي که تاسو د سعودي له شیخانو سره خبرې کوئ هغه به ستاسو شخصي کار وي د ټول غورځنګ نمایندګي نشي ګولی.
شیخ نظرمحمد په یوه ویډيويي وینا کې د طالبانو د غورځنګ د مطبوعاتي شبکو چلوونګي هم په مرګ ګواښلي او همدغه راز ګوښ يي کړی چي دوی به د دوی ډیری ملګري له ځانه سره ملګري کړي .
ټاکل شوې چې په راتلونکي میاشت کې بیا همدغه کسان بل سفر وکړي یو ځل بیا د سعودی شیخانو سره له نژدې خبره وکړي په تیر سفر کي د دوی پیغام چي د هبة الله اخندزاده ډلې ته رسیدلی وو هغوی رد او دغه کسان یی بی اطاعته او خود غرضه یاد کړي وو.
دغه پورتني کسان د طالبانو په لیکو کې ښه شتمن خلک دي او په نړیواله سطحه تجارتونه لري په دوبي او چین پاکستان افغانستان کې غټ کارباري تجارتونه او نورې پانګومي لري .
د دوې درې تنه ملګري تیره هفته دوبۍ ته تللي وو خو معلومه نه ده چې چا سره يې لیده کاته کړي وو .
نو په پای کی به دومره درته یادونه وکړم چې دوي به خپلې هڅې جاري وساتي او د په نژدې کې به یو څوکسیزه ډله په دوبۍ که د افغان حکومت یو شمېر چارواکو سره هم خبري وکړي.
او دوی سره ګڼ شمیر د مدرسو لوی لوی استادان هم یو ځای شوي دي او د دوی کمپائن جاري دی.
طالبان بیا دوی په صف کې درز اچولو تورنوي او دوی ته د خپل غورځنګ خواخوږې نه بلکه د غورځنګ دښمنان حسابوي.