وسلوالو مخالفینو په ۳ تنو ملکي وګړیو ډزې کړي چې یو تن یې شهید او دوه نور یې زخمیان شوي دي.

نن سهار د اووه نیمو بجو په شا و خوا کې د الینګار مهترلام د غځیدلې لوی لارې په اوږدو کې د بدیع اباد د سیمې د اباخیلو د رود په غاړه مخالفو وسلوال په درې تنو ملکي وګړیو ډزې کړي چې له امله یې یو تن شهید شوی او دوه تنه نور یې ټپیان دي.

شهید شوی کس چې قاهر نوميږي د ټراکتور چلونکی و چې په یاده سیمه کې یې خپل کار کاوه.

د لغمان ولایت مقام د شهید او زخمیانو کورنیو ته د خواخوږۍ په وړاندې کولو سربیره د مخالفو وسلوالو دغه غیر اسلامي او غیر انساني کړنه په کلکه غندي او ټولو امنیتي او کشفي ارګانونو ته سپارښتنه کوي چې د دغې پیښې په عاملینو پسې دې جدي پلټنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *