تاند- د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په څلورمه څلور اړخیزه غونډه کې نن /سې شنبه/ په کابل کې پرېکړه وشوه چې بله غونډه د طالبانو د باصلاحیته استازو په ګډون د راتلونکې میلادي میاستې په لومړیو کې په پاکستان کې جوړه شي.

تراوسه پوري وسله والو طالبانو په دې باب، چې د سولې په پروسه کې شاملېږي یا نه شاملېږي، څه نه دي ویلي، خو د دې ډلې لا سختدریځې څانګې یعني د طالبانو د علماوو شورا ویلي، تر هغو به طالبان د سولې خبرې ونه مني چې یو بهرنی هم په افغانستان کې پاتې وي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د دوشنبې په ورځ قطر ته لاړ چې په دوحه کې د طالبانو له رسمي استازو سره د سولې د پروسې په باب خبرې وکړي.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو د کابل د نننۍ غونډې په شمول تراوسه پوري څلور غونډې کړي دي. د کابل په غونډه کې دوی پرېکړه وکړه چې د راتلونکې مارچ په لومړۍ اوونۍ کې به د طالبانو د استازو په ګډون بله غونډه جوړه کړي.

ویل شوي چې چین او امریکا پر پاکستان فشار زیات کړی چې په افغانستان کې له نیابتي جګړې تېر شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نن د کابل په څلور اړخیزه غونډه کې د پاکستان رول وستایه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *