تاند- افغان چارواکي وايي چې د هیواد په شمال او جنوب کې د وسله والو طالبانو په حملو کې لږترلږه ۱۹ پولیس وژل شوي دي.

د کندوز د خان اباد ولسوال حیات الله امیري نن /یکشنبه/ ډي پي اې خبري اژانس ته وویل، ۱۳ پولیس د کندوز – خان اباد د لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو په حمله کې شهیدان شول.

امیري وویل، وسله والو طالبانو د خان اباد – کندوز ترمنځ د ادمخان دوکان په سیمه کې نن د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید وکړ.

ده همداراز وویل چې طالبانو پوسته ونیوله خو سیمې ته د کومکي ځواک له رسېدو سره سم طالبان وتښتېدل.

له بلې خوا د زابل والي بسم الله افغانمل وویل چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالي کې د پولیسو پر پوستو د طالبانو په برید کې ۶ پولیس شهیدان شوي دي.

«له بده مرغه ۶ افغان پولیس شهیدان شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.»

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د زابل د ارغنداب ولسوالي پر پوستو د طالبانو له لوري بریدونه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *