طالبان د جګړې تمرکز په ځانمرګو بریدونو او ماینونو لري چې تر ډيره په دې تکتیک کې بریالي دي، خو ځانمرګي بریدونه او ماین چاودنې اکثره وخت له ملکي وګړو قرباني اخلي.
طالبان پوهیږي چې له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه نه شي کولی، نو له همدې کبله زیات تمرکز د سړک غاړې او عامه لارو کې د ماین په ايښودلو کوي.
تاسو به اوریدلي وي چې یوه اوونۍ وړاندې یې د جلال اباد ښآر دویمه ناحیې اړوند سیمه کې یو ماین په ریکشا چاودنه وکړه چې ښځې او ماشومان یې پکې شهیدان کړل، په دې ریکشا کې هغه میرمن روغتون ته وړل کیدله چې په ماشوم ناروغه وه، خو د طالب په ماین برابره شوه او له یو بل ماشوم سره شهیده شوه.
طالبان بیا د دې ډول ماینونو مسوولیت نه مني چې ملکي وګړي پکې قرباني شي، طالبان دا ټول ماینونه د افغان ځواکونو لپاره ږدي او یا یې د ښار او سیمې د وضعیت د ګډوډولو لپاره، خو په دومره توپير چې کله پر افغان ځواکونو چاودنه وکړي، نو بیا یې مسوولیت مني او دا خپله لاس ته راوړنه یادوي، خو کله چې ملکي وګړو باندې چاودنه وکړي بیا یا ځان غلی نیسي او یا ردوي.
تازه طالبانو د لغمان په مرکز مهترلام بابا ښار اړوند سیمه کې یو ځآی په ځای شوی ماین په ماشومانو چاودلی چې ۷ ماشومان پکې شهیدان شوي او ۷ نور ټپيان دي.
ښکاره خبره ده چې دا ماین د طالبانو له لوري ایښودل شوی او په ماشومانو یې چاودنه کړې، طالب خپل هدف ته په دې کې ورسید چې د خلکو په منځ کې یې ډار رامنځ ته کړ، طالب دې هدف ته ورسید چې د یوې سیمې د ناامنۍ په تړاو ترې خبر خپور شو، طالب هغه هدف ته ورسید چې ملاتړ کوونکي هېوادونه ورته وایي چې د قتلونو شمېر مالوم کړئ، دا مهمه نه ده چې څوک وژل کیږي.
طالبان په خپلو اولادونو رحم نه کوي، تاسو به اوریدلي وي چې ډير کله د طالبانو په کورنو کې د ماین جوړولو فابریکې چاودنه کوي چې ټوله کورنۍ یې پکې له منځه ځي، خو ډير کله بیا طالبان وایي چې دې کور باندې یا برید شوی او یا بمبارد شوی دی.
کله چې یو څوک په خپلو اولادونو رحم و نه لري نو هغه بیا کله په پردې اولادونو رحم کوي، طالب هغه کار کوي چې بادار یې ورته ووايي، که هغه د افغان انسان قتل وي او یا د ټولګټو ځایونو ورانول.
طالب د جګړې له درکه عواید لاس ته راوړي او د جګړې په دوام کې یې ګټې دي، نو ځکه نه غواړي چې د سولې خبرې وشي او یا اوربند وشي.
طالب د افغانانو تر ټولو سخت دښمن دی چې پر افغانانو هیڅ رحم نه کوي او هر کله او هر ځای یې چې توان پوره شي، هلته ګوزار کوي، شمېر برابروي، سیمو کې ترهګري خپروي او په دې باندې له یو شمېر افغان دښمنه هېوادونو څخه امکانات او پيسې اخلي.