تاند- د طالبانو یوه قوماندان ملا اختر محمد منصور د آی ایس آی ایجنټ وباله او د هغه پر ضد یې د جهاد فتوا ورکړه.
په بادغیس ولایت کې طالب قوماندان ملا غفور توفان ملا اختر محمد منصور د ملا محمد عمر پر وژلو تورن کړ او ویې ویل چې منصور د آی ایس آی لپاره کار کوي.
د طالبانو ترمنځ د تېر کال په جولای کې د ملا محمد عمر د مړینې له اعلانه وروسته درز رابرسېره شو. ګڼو طالبانو په دې اعتراض وکړ چې منصور ولي د ملا عمر مړینه نژدې دوه نیم کاله پټه ساتلې وه، د ملا عمر په نوم یې دروغي اعلامیې خپرولې او واک یې په پټه په کنترول کې اخیستی.
د طالبانو یوه بله ډله، چې ځان فدايي محاذ بولي، ادعا کوي چې ملا عمر ته د منصور له لوري زهر ورکړل شوي ول.
د ملا عمر د مړینې خبر لومړی پلا فدايي محاذ اعلان کړ.
فدايي محاذ په ادعا د منصور او ملا عمر ترمنځ د قطر د دفتر د پرانستلو پر سر اختلاف د دې سبب شو چې ملا عمر په زهرو ووژل شي.
د ملا عمر د مړینې له تاییده وروسته د منصور د مخالفو طالبانو مشري ملا محمد رسول اخوند کوي. د رسول او منصور د پلوي طالبانو ترمنځ د حوت په میاشت کې د هرات په شینډنډ ولسوالي کې شاوخوا ۲۰۰ تنه ووژل شول.
قوماندان توفان، چې ځان ملا محمد رسول اخوند ته وفادار ښيي، په بغلان ولایت کې د منصور د کسانو پر ضد جهاد اعلان کړی.
د بادغیس د قادیس د سیمې اوسېدونکو ولایتي شورا ته شکایت کړی او د طالبانو ترمنځ د نښتو د بیلېدو پر احتمال یې اندېښنه ښوولې ده.