تاند- نامعلومو وسله والو پرون /جمعه/ په پاکستان کې د افغان طالبانو یو مهم مشر وویشت.

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د سرچینو په قول وویل، مولوي داوود، چې پخوا د طالبانو د کابل والي و، پېښور ته نژدې شمشتو کمپ ته د تګ په لاره کې وویشتل شو.

سرچینې وايي چې په دې برید کې د مولوي داوود موټرچلوونکی هم وژل شوی دی.

تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولست په غاړه نه دی اخیستی.

تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د طالبانو یو شمېر مشران په ورته ډول ترور شوي دي.

طالبان دا ډول حملې د افغانستان د ملي امنیت د عناصرو کار بولي.

تېر کال په پېښور ښار کې د طالبانو یو مشر قاري مراد په ورته ډول ووژل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *