تاند- د فاریاب والي محمد الله بتاش نن /شنبه/ وویل چې د طالبانو یو مهم قومندان، چې په دغه ولایت کې بندي و، په تېښته بریالی شوی دی.

ښاغلي بتاش خبریالانو ته وویل چې طالب قومندان ملا وکیل پرون /جمعه/ د محبس د یوه مامور په مرسته تښتېدلی دی.

بتاش وویل چې ملا وکیل خطرناک قومندان و.

له بلې خوا د فاریاب امنیه قومندان نبي جان ملا خېل وویل له محبسه د طالب قومندان د تښتېدو د څرنګوالي په باب یو پلاوی څېړنې ته ګومارل شوی دی.

تر دې مخکې هم په ځلونو د افغانستان له مختلفو محبسونو څخه طالب بندیان په تېښته بریالي شوي دي.

ویل کېږي چې د افغانستان په دولت کې په پراخه پیمانه فساد طالبانو ته د تېښتې لار اواروي.

په همدې حال کې د امریکا او د افغانستان د حکومت ترمنځ د بګرام د ۸۸ بندیانو په اړه ناندرۍ دوام لري.

د افغانستان حکومت د دغو بندیانو پر دوسیو د غور لپاره یو کمیسون ګومارلی و چې د هغه د څېړنو په پایله کې اعلان وشو چې ۷۷ یې کاملاً بېګناه دي خو د ۱۶ تنو دوسیې یې نور غور ته اړتیا لري.

د ځینو نورو راپورونو له مخې د افغانستان حکومت تراوسه پوري د بګرام له محبسه په سلګونو بندیان خوشي کړي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې نور هم خوشي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *