تاند- وال ستریت ژونال ورځپاڼه د طالبانو په قول وايي چې د دې ډلې یو لوی قوماندان وژل شوی دی.
ورځپاڼه وايي، د هلمند ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالمنان په یوه هوايي حمله کې وژل شوی او داسې ګومان کېږي چې دا برید به د امریکا پوځ کړی وي.
د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي چې ملا عبدالمنان د شنبې په شپه په نوزاد ولسوالي کې ووژل شو.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې له ملا عبدالمنان سره څلور نور طالبان هم وژل شوي دي.
د هلمند ولایت ډېرې برخې د طالبانو په لاس کې دي. پر دې سربېره دا ولایت د طالبانو لپاره د مخدرو موادو د کارو بار او تولید له درکه زیات مهم دی.
طالبانو د ملا عبدالمنان وژل کېدا لویه ضایعه بللې ده.
د امریکا د پوځ یوه ویندوی دا برید تایید کړی او ویلي یې دي«طالبان باید د سولې پر خبرو غور وکړي، نه پر جګړې. که دوی سوله نه کوي د جګړې او حملو د شدت توقع دې ولري.»
د وال ستریټ ژورنال پر اساس له ۲۰۰۶ را په دې خوا د عبدالمنان په شان د طالبانو کوم مهم مشر نه و وژل شوی.
د عبدالمنان وژل کېدا له دې نظره هم د پام وړ ده چې نوموړی په داسې وخت کې وژل شوی چې امریکا او طالبانو مخامخ خبرې پیل کړي دي.
GOOD NEWS/HOWMANY AFGHANS MYBE KILLED BY MANAN MALOON.
HE TRIED TO KEEP HAPPY ISI.
ANYONE WHO KILL AFGHANS.HE WILL DESERVE HIS RESPONSE.
ALWAYS BE AFGHAN CLEVER ARMY&POLICE &SECURITY FORCE,