نن مقالې ته هيڅ ډول سریزه نه ورکوم سيخ راځم د کرزي صیب د ۱۳۹۶ کال تر ټولو خندونکې ټوکې ( امریکا باسم، جات کوم) ته او پيل به يي له دې وکړم چې څنګه به د امريکې راوستونکی امریکا وباسي ځکه له ملت سره پوره يوه نيمه
لسیزه همدا پوښتنه په ذهن کې ده او په ۲۰۰۴ کال کې د پیل شوې ناامنۍ يو لامل هم د ټوکي سياستوال ښاغلي حامدکرزي صیب متزلزل سياستونه وو چې کله به افغانانو ته ځان امریکايي ښکاريده او کله هم طالبان.

کرزی صیب يو ډير ښه ملک دی چې د کلي په حجره کې ناست وي چپن يي په اوږو را اچولي وي ناظران او حاضرباشان ګرځي او دی شپيږيزې او څلوريزې وهي نو سخت خوند کوي خو دا هم راسره ومنی چې سياست د ملک کار نه دی ځکه د ملک ټول ټال افکار او ژوند يوازې او يوازې تر یو محدود کلي پورې را خلاصه وي او که ملک مو سیاستوال کړ لکه زموږ کرزی نو حالت به مو تر دې هم بدتر وي.

کرزی صیب په ۲۰۰۰ کال کې خدای خبر تر څو لسيزې پټ او ښکاره کار وروسته امريکې را پيدا کړ په هلیکوپتر کې يي را کيناوو دارزګان په دهراوود کې يي کښته کړ او له هم هغه ځايه د نوموړي د اوسنیو وروڼو( طالبانو) پر وړاندې
د امریکې مرګوني حملات او د بې ۵۲ ډوله الوتکو د بم غورځونې لړۍ پيل شوه.

باالاخره تر ۴۰ ورځني مقاومت وروسته طالبان مات شول، مشران يي پاکستان ته په منډو شول او په زرګونو طالبان په هغه او دغه نوم د همدې کرزي صیب د متحدينو پر مټ په کانتينرونو او زندانونو کې په ډ‌له ایز ډول و وژل شول،
د ژونديو انسانانو سوداګري شروع شوه، په کور ناستي د ټيتې کچې د طالبانو د نيولو لړۍ هم په چټکۍ روانه وه، په پاکستان کې هم يو نيم پټ طالب د ميليونونو ډالرو په بدل کې ای اس آی نيوه او په امریکې به يي پلوره چې
ټول ولس د دې پيښو او تاريخي واقعاتو ژوندی شاهد دی او همدا اوس هم د نيول شویو افغانانو له منځ څخه څو تنه د همدي کرزي صیب په وخت کې تر نيول کيدو وروسته په ګوانتانامو کې خلاصون ته په تمه دي.

خو ملت ته څو خبرې ډيرې عجيبې دي:

۱ـ کرزی صیب د امريکې په زور واک ته ورسيد، تورې اوشنې خلطې د امریکې ورته را روانې وې،  درې ټريليونه ډالر ورته امريکې ورکړل، امنيت يي امریکې نيولی وو ، مخور او عزتمند افغانان به يي د امریکې په سپيو تلاشي
کول خو اوس يي هم هغه دده په خوښه له واکه لرې شوي طالبان وروڼه شول، د طالب وحشتونه جهاد شو، د داعش ظلمونه مشروع شول، امريکا هم دښمنه شوه او له ده غني ته ور پاتې کاواکه نظام هم نامشروع خو څنګه نامشروع؟ آيا
امریکايان غني راوستي، درې ټريليونه ډالره غني لوټلي، په توره بوړه تر اچين خطرناک بمونه د غني په وخت کې کارول شوي، د کندهار په زنګاوک کې بشپړه کورنۍ د  غني په وخت کې امریکې قتل عام کړې،په ودونو بمبار د غني
په وخت کې شوی، پر همدې نني شينوارو شپږکاله مخکې ملنډې غني وهلي دي………………؟.

۲ـ په ۲۰۰۱ کال کې په شرق او غرب، شمال او جنوب کې هر جنګسالار، پاټک سالار، قاتل،لارې شکونکی او شوکمار ددې په فکر کې وو چې دوی به خامخا محاکمې ته را کش کيږي خو د کرزي له راتګ سره سم پر دې خلکولورينې دومره ډيرې شوې چې نن سبا هر پخوانی جنګسالار  د شته ناورین يوه برخه ګرځيدلې.

۳ـ فساد: کرزی به په خپله فاسد نه وو خو ټول ولس به خبر وي چې وروڼو يي کابل بانک په تمامه مانا چور کړ، دده نيږدې حلقې د همدې بانک په پورونو ښارګوټي، شرکتونه او په دوبۍ کې مارکيټونه او بلډينګونه جوړ کړل،د ارګ يو عادي کار تر يو ميليون ډالرو په کمو پیسو نه کیده ، له ایران، پاکستان او…. څخه د پيسو تورې خلطې پريمانه را روانې وي خو ددې ښاغلي تر ټولو ستره مبارزه دا وه چې ويي خورئ خو دوبۍ ته يي مه وړئ.

۴ـ د پښتنو ځپل او محروميت: په لوی کندهار کې چیرته چې کرزي صیب او ټيم يي عقده مندانه او قومی سياستونه کول تر همدې ساعت پورې چې تاسو دا لیکنه لولی د دې ښاغلي په اشارواو واکمنۍ کې شپږ زره قومي مشران ترور شوي، همدا اوس طالبان د خيل او زي په نوم په تباه کوونکې جګړه لګيا دي، مافيايي ډلې پکې فعالې دي، ښونځي تړلي،لارې خامې دي او لږ تر لږه په کرونده او باغدارۍ ژوندۍ ولس يا بې کوره دی او يا په کور کې د همدې ښاغلي سکنیو
وروڼو( طالبانو ) ګرو کړي دي.

څو نورې  بیلګې يي درته راوړم: په پکتيکا کې د کرزي د واکمنۍ له پيله تر دې نن پورې ايله بیله دوه نجونې له دولسم ټولګي فارغې شوي، يوازنۍ ښځينه ډاکټره هم اوس نشته، د لوګر په خروار ولسوالۍ کې په تيرو ۱۵ کلونو کې يو
کس له دولسم ټولګي فارغ نشو او…. دې ورته سلګونو او زرګونو نور ظلمونه چې همدې نني طالب پلوي سياستوال پر پښتنو ولورول.

اوس نو که کرزی غواړي چې امریکا وباسي: نو دده په وخت کې د امريکې د شویو ظلمونوتاوان باید څوک ورکړي؟ آيا هغه جبر چې پر پښتون ولس پښتون کرزي روا کړی وو آيا شته داسې څوک چې جبیره يي کړي؟

کرزی صیب که غواړې چې امریکا وباسي مهرباني وکړه له دې شته کور څخه دې کډه در واخله میرويس خان او نازو درسره کړه بیرته ولاړ شه په کوټه کې ميشت شته، له هم هغه ځايه له هبت الله، سراج الدين حقاني،
ابوبکرالبغدادي، آی اس ای، کې جې بي او دې نورو سره په ګډه د امریکې د ویستلو پلان جوړ کړه.

ته به د ځان ښودنې په خاطر د افسانو جوړولو په لټه کې يي ولې هغه څه چې ملت ځوروي هغه دادي چې همدا ننی حالت ستا د  پرونیو بې باکیو او نامعقول سياست پایله ده کوښښ مه کوه ولس وغولوي ځکه ولس تاته څو ناست د چين،
ایران، پاکستان او روسيي معاش خواره نه دي چې د ځان په خاطر درته  چکچکې کوي که په اچين د امریکې د بمونو د مور په غورځولو غصه يي د روسيي د بمونو د پلار رول مه لوبوه راشه او د يو معقول سياست په لړ کې نه يوازې
ځان بلکه افغانستان له وحشتونو وژغوره او له دې خبرو تیر شه، ستا له دفتره د طالب او داعش د وحشتونو د مشروعيت په خاطر ورکول کيدونکې فتواوې چې هرڅنګه وي  د ملت په خیر نه دي هیله مې داده چې کله مايک ته دريږې او
غواړې ولس مخاطب کړې نو لږ فکر دا هم کوه چې تا څه کړي دي.
په درنښت

One thought on “د طالب او داعش په رول کې را څرګند شوی کرزی/ نجيب الله وطندوست”
  1. وطن دست وروره ، په قلم د برکت شه ، ده ته هغه پخوانې د ارګ تر ونه لاند د مزارې چرس یادیږي ……………………………….د چرسې کومه خبره سمه وې په نېشه کې مست دي او غله چې ورسره وو هغو دا جنګ بیرته را ژوندي کړ ، هغه پاکستان چې دده په اول انتخاب کې یې مهاجروته د راېې ورکول حق ورکړ نن ولې جنګ ته پکه وهې ، دا ټول د کرزې ،عبدلله او کابینې کړنې یی دي دوی له شرم نه لري د احمق ملت بیا په کومه بیه اچولي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *