د پيښور پر پېښې چې څومره خپله پيښوریان ودردیدل، نو هومره پرې افغانانو هم اوښکې تویې کړې، څومره چې پاکستاني رسنیو کې غبرګه شوه، نو همدومره افغاني رسنیو هم ورته پام وکړ، لامل یی همدا دی چې افغانانو تل په هره سیمه کې پر بشر شوی ظلم غندلی او تر وسې کیدونکې مرسته یی ترې نه ده سپمولې.
خبره مې پر دې کوله چې تیره ورځ په یو ځای کې مې له یو چا واوریدل چې، د پيښور تر پيښې وروسته خپل بچیان له ښوونځي ایسار کړي. وجه یی دا ښوده چې حتمي پاکستان پلوي طالبان به د هغو په غچ کې دلته پر کوم ښوونځي برید کوي، ده لا دا هم ویل چې چیرته یی اوریدلي چې کوم طالب قسم کړی چې په هر قیمت وي د پيښور غچ به له افغانانو اخلي.
ممکن دا یوازینی کس نه وي چې له دې ویرې خپل ماشومان له زدکړو ګرځولي، د ده په څېر به ډیر نور هیوادوال مو هم ویریدلي وي او دا ویره دلیل هم لري چې د بچو تر تعلیمه ورته ژوند ارزښتمن دی.
اوس نو طالب ته بویه چې که رښتیا هم د پردیو د لاس اله نه وي، ځان د دې خاورې او ولس برخه بولي، افغانستان سره مینه پالي او د اسلام له رښتینې معنا خبر وي، نو دغه دردیدلی ولس دې نور نه اندیښمنوي، پریږدي چې دا ګلالي ماشومان مو په ډاډه زړه د وطن د ښې راتلونکي لپاره لوستي رالوی شي. هو، که نه دریځ مو همدا وي لکه چې دی، نو د ولس دا شک چې طالب د پردو لپاره جنګیږي، ډیر ژر به پر باور بدل شي.