طالب هره ورځ وحشتونه کوي چې تر خپرې شوې ویډیو پکې زیات درد پروت وي، طالب چې هره ورځ د لسګونه کسان د وژل کیدو ادعا کوي، ټول یې په همدې شکل، کلیوال، محصل، متعلم، انجنیر، معلم، ملا او دیني عالم وژني او د جاسوس او ګوډاګي نوم پرې ږدي.

تاسو څو ورځې وړاندې هلمند کې ولیدل چې د بزګر جشن کې یې په یو ماشوم باندې چاودنه وکړه ۳۲ کسان یې ټپيآن کړل او ټولو باندې یې د ګوډاګیانو ټاپه ووهله.

که څه هم د وحشي ټالیب د وحشت او دهشت ډیر اسناد شته خو له وحشي ټالیب سره د مخالفت او د ده د محکمه کولو لپاره همدا یوه ویډیو کافي ده. وحشي ټالیب همداسې په نه خبره بیګناه انسانان وژني دا چې د هر یوه ویډیو نه جوړیږي پدې معنا نه ده چې د وحشي طالیب دا لمړۍ یا یوازینی وحشت دی.

هغه افغانان چې لا هم د وحشي طالب ملاتړ کوي هیڅ وجدان او انسانیت نلري. دولت باید نور د طالب په ملاتړو هم هیڅ رحم ونکړي او خپلو چاپو، د شپې عملیاتو او بمباریو ته دې نور هم زور ورکړي. دا وحشي طبقه یوازې او یوازې په زور ورکیدای شي.

که د دې دولت په ځای وای له طالب او طالب پلوو سره مې هغه کار کاوه کوم چې وحشي طالب له افغانانو سره کوي. هیڅ رحم مې پرې نه کاوه. افغانان ډارن خلک دي. څلورو طالب به ټوله ولسوالۍ د ډار په زور ساتله خو نااهله دولت یې په یوه کنډک نشي ساتلای. ته د طالب کار ورسره وکړه بیا وګوره چې څوک دومره جرئت کوي چې د دولت په ضد ټوپک پورته کړي.

د بیان ازادي هلته خلاصیږي چیرته چې د دښمن به ګټه تبلیغات شروع کیږي. ځکه نو له ګړنګن نه تر کمزوري باید له یوه سره محکمه شي. دوی د نظام له مینځه د نظام پښې وهي او وحشي طالب ته کمپاین کوي. دوی هیڅ د رحم وړ نه دي.

ویډیو مې مخې ته راغله خو ښه ده زر مې بنده کړه او تر پایه مې ونه کتله. ځکه نه غواړم چې دا شیان راته عادي شي او بیا د یو بیګناه انسان په مرګ هیڅ خفه نشم. که چا لیدلې وي نو طالب پلوو ته یې وښایئ. خو که دوی بیا هم د ټالیب پلوي کوي نو له دغسې وحشیانو نه د انسانیت طمع قطع کړئ ولو که د کور غړی مو هم وي.

تر څو چې دا خبره له زړه نه ونه منو چې هیڅ دین هم د دې ارزښت نلري چې د یوانسان حتا یوه قطره وینه دې هم ورته توی شي، د دینو لپاره به همداسې وینې تویږي. مهمه نه ده چې دین کې وژل روا دي که ناروا ځکه تاریخ ګواه دی چې مذهبیانو ته یې روا کول ډیر اسانه دي او هر وخت یې د دین لپاره وژل ځانته روا کړي.

که څه هم د افغانستان جګړه په لوړه کچه استخباراتي ده خو په ټیته کچه دا جګړه دیني ده. دغه وحشي طالب هم دغه بیګناه انجنیر د خپلې عقیدې لپاره وواژه. ډیر به ووايي چې ددې وحشي دا کار د دین له نظره ناروا دی خو زه وایم چې دین باید هیڅکله هم دومره اختیار ونلري چې د یو انسان د ژوند او مرګ فیصلې وکړي ځکه کله مو هم چې دین ته دغه اختیار ورکړی نو د یو شمیر انسانانو د مرګ سبب شوی.

د عقیدې لپاره د انسان وژل په هیڅ ډول هم د توجیې وړ نه دي او نه هم باید یو ښه انسان د عقیدې لپاره د انسانانو وژل او ځورول ومني. هر څوک پوه شه او عقیده یې.

One thought on “د طالب وحشتونه ډير، خو کم انځور کیږي| نوید احمدڅرک”
  1. په سبب د ظالمانو حاکمانو
    کور او ګور او پیشور دریواړه یو دی
    رحمان بابا
    دا له یاده مه باسئ چی زمونږ اوسنی چاروامی چی نیم یی هماغه د پاکستان توپکیان او بی تمیزه غله دی او نیم یی هم د غرب هوموسکسوالیستان دی!ا
    زمایې له دواړو توبه
    دواړه دی خدای په خپل عذاب ککړ او ملت ورحځه خلاص کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *