د طاهر داوړ د شهادت په اړه د پاکستان او افغانستان خلګو په ټولنیزو رسنیو کي پراخ غبرګون ښودلی دی. اکثرو پاکستاني رسنیو لا د تحقیقاتو تر پیل کېدو تر مخه د پيښي پړه پر افغانستان وراچولې ده. د د پاکستاني رسنیو پر بل کړي اور تيل د د دې هیواد د پوځ ویاند تورن جنرال أصف غفور خپل د ټویټر په لاندني بیان سره هغه وخت وپاشل چي د دوی په وینا د افغانستان دولت د داوړ د جسد له ورکولو نه دډه وکړه:
((موږ په افغانستان کي د سرمامور طاهر ظالمانه وژنه په کلکو ټکو غندو. موږ یو دلاوره پولیس افسر له لاسه ورکړ. د هغه تښتول، افغانستان ته اړول، قتل او د قضيې په څارنه کي د افغانستان د چارواکو له چلنده داسي بریښي چي په دې کي له ترهګرو ادارو پرته نوري خواوي یا منابع هم ښکېل دي.))
د دې بیان اشاره مستقیما افغان څارګرو ادارو ته راجع ده. په پاکستاني ورځپاڼو کي دا خبرونه هم خپاره شول چي داوړ په پاکستان کي د افغانستان او هند د خفیه اداروو د لاسوهني پر وړاندي لوی خنډ وو او د دې دواړو هېوادونو شوم پلانونه ئې څو ځلي شنډ کړي وه چي آخر د دوی له لخوا له لاري ایسته کړلای شو.
مګر د پاکستان په باوري رسنیو لکه ډان او جیو کي داسی مطالب تر سترګو سوه کوم چي داسي پوښتني مطرح کړي دي کوم چي د پاکستان رول په دې ټوله قضیه کي تر سوال لاندي راولي .
طاهر خان داوړ په ۲۶ اکتوبر له پېښوره د پاکستان پلازمېني اسلام آباد ته د چکر لپاره ځي او په هم هغه ورځ برمته کېږي او په هم هغه ورځ د پولیسو ټوله اداره په دې خبریږي. د داوړ له موبایل څخه له تښتووني نه دوې ورځي وروسته (بعضي رسنۍ اوله ورځ هم یادوي) صرف یو پیغام کور ته لېږدول کيږي چي په هغه کي په انګلیسي ژبه لیکلي وي چي دی روغ رمټ دي او ژر به کور ته ستون شي. د داوړ د فامیل له قوله هغه به تل پیغام به اردو ژبه خپل مېرمن ته لیکه چي په دې توګه دا د خطر لومړی زنګ وو. کورنې ئې ژر اقدام کوي او تر هري ممکني لیري او نيژدې با رسوخو دروازو ته ځانونه رسوي مګر څوک يې ږغ ته انعکاس نه ورکوي.
له تښتوني نه دوې ورځي وروسته یعني پر ۲۸ اکتوبر وي او اې راډیو په دې اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له ځانګړي مرستیال او ترجمان نه پوښتنه کوي او په ځواب کي هغه په ډېر بې غورۍ ورته وايي چي داوړ د دوو درو ورځو لپاره په چکر تللی وو خو اوس بیرته په خیر سره خپل کور پېښور ته رسېدلی دی او د ده د اختطاف ټوله خبرونه ئې بې اساسه، د رسنيو ګنګوسې او چټیاټ وبللې.
له دې وروسته بیا په دې اړه چوپتا خپره شوه تر څو چي د پښتون تحفظ موومنټ او د پاکستان د اولسي جرګې غړي محسن داوړ د پاکستان په پارلمان کي په دې اړه څرګندوني وکړی مګر هلته هم چارواکو جدی غبرګون و نه ښود.
په دې باره کي رسنیو د پاکستان د داخلي چارو وزیر شهریار افريدی نه هم پوښتنه وکړه خو هغه صرف په یوه جمله کي جواب ورکړ چي دا ډېره (حساسه موضوع ده) او دې و دغه سوال ته کوم جواب نه لري او نه هم تر د وخت تر مخه پر دې کومه تبصره کول غواړي. وزیر داخله او داسي څرګندوني چی د ټوله هیواد چاري يې ور په غاړه دي؟؟؟
له دې نه دوې هفتې وروسته د طاهر داوړ مړی د ننګرهار د در بابا په ولسوالۍ کي چي د پاکستان و سرحد ته ډېره نيژدی سیمه ده وموندل شو.
د پاکستان مشهوره ژورنالستان د دې خبري پخلي کوی اودامنی چي داوړ د پاکستان په خاوره کي دننه شکنجه شوی او وروسته وژل شوی دی. او که پاکستان دا فریب کوي چي هغه په افغانستان کي د افغان څارګرو ادارو په شهادت رسولی دی نو لطفا دی خپل د مسلکی ژورنالستانو و لاندني سوالونو ته جواب ورکړي:
داوړ چی د پيښور نه و نه تښتول شو چي د اسلام آباد په پرتله يې حالت د ډاد وړ نه دی نو بیا په اسلام أباد کي څنګه وتښتول شو چي د ښار امنیت راساً د وزیر داخله په لاس کی دی ؟
د اسلام آباد نه تر ننګرهار پوري حد اقل ۵۰ امنیتي پوستې دي، تر دا ټولو پوستو تښتوونکي په تېرېدو څنګه وتوانېدل ؟ دا پوستې هم د پولیسو، هم د فوج، او هم د ملیشوو دي، یعني دا ټوله نا اهله دي؟
د آخري پيغام (له تښتووني دوې ورځي وروسته) موقعیت هم معلوم وو چي د جهلم د سیند پر غاړه د سرای عالمګیر ښارګوټي نه د داوړ کورني ته لېږل شوی وو او پکښي ویل شوي وه چي دی جوړ دی او داسي سیمه کي دی چیرته چي د موبایل سګنل ئي کار نه کوي موجود دی بیا ولي د اقدام کولو پر ځاي چارواکو د داوړ کورني ته د غلي اوسېدلو توصیه کول ؟ سرای عالمګیر د پاکستان په ګجرات ولسوالۍ کي دی چي هند ته نيژدې ده نو بیا دی ننګرهار کي څنګه کېدای شوای؟
دا ډول وژنی د ۴۰ کلونو راهیسی د آی-اس- آی او ځینو تنظیمو له خوا شوی ،چی د ملت وژنی او شرجوړولو موخو لپاره ترسره شوی ، دا د سګ صفته حکامو ظالمانه کردار ،خلک نشی غولولی، خلک خپل قاتلان او انګریزی تازیان پیژنی
آیا مسلمان واکدار کیدای شی دومره رذیل شی چی خپل زړور مامور ووژنی او بیا بل پری تورن کړی یعنی جرم او جنایت د پاسه ،بل جرم او جنایت.
الله رب العزت دی ټول داخلی او بهرنی ظالمان تباه او دا ملت او امت دی د معامله ګرو ،ټیټ سره حکامو نه خلاص اودا امانت دی اهل ته وسپاری.