تره به مې له نورو ترونو سره په شنه خړه کتابخانې ته روانولم، هلته به د نوي ناول يا لنډو کيسو کتاب راتلو ته سترګې په لار وم، يوه ورځ مې بوجۍ څپړله نوى کتاب مې تر سترګو شو .
نوم يې زه ډېر لرې وېوړم، هغه وخت زما عمر ډېر کم و، د کلي ورکوټي جومات کې به هر سهار غوسه ناک ملا صېب راباندې توبې ويستلې، نه پوهېدم څه بلا راباندې لګېدلې وه، له ډېر کوښښ سره سره مې څه نه شو يادولى.
ياد مې دي هغه د سمين سبق ته د راتلو دريېمه ورځ وه، چې زما د وهلو قضايي پکې نه وه شوې، له هغې پرته نن هم د جومات ګردو اړخونو ته ناستو ماشومانو زما په تمبلۍ پټ پټ خندل، تر رخصتۍ مې سترګې په مږلواو اوښکوتويولو سرې کړې.
ټولو سيپارې په غېږ کې ونيولې او په منډو شول، يواځې زه او سمين پاتې شوو، ما هغې ته مخامخ نه شوکتلى، رالنډه شوه: سبق دې نه يادېږي!؟
په حيرانۍ مې وروکتل: نه.
_ د طاوس بڼکه نه لرې؟
د بڼکې له برکته زه خبر وم، خو پيدا کول يې ناشوني وو، په ټول کلي کې مې د کاکا زوى دوه درې تاره لرل، هغه يې هم مارکو نه ورته د ماما زوى راوړي وو، اونۍ کې به يې يو ځل ورته د بورې دانې هم اچولې، ويل يې دا وروسته ډېرېږي تاسو ته هم ترې بيا داسې تارونه درکوم.
دسمين له سترګو مهرباني ورېده، ورته مې وويل: کاش پيدا کېدى.
هغې د سيپارې پاڼې واړولې ، زړه مې د خوښۍ ټوپونه شروع کړل، ما نه باوروله هغې په ګوتو کې نېولې وه، ويل مې ترې ويې تښتوم، خو ماته يې ونيوله: دا ستا شوه، ښه يې ساته، تا به د ملا صېب له وهلو خلاص کړي.
له ډېرې خوشالۍ مې له مننې پرته کورته منډه کړه، وروسته سمين دوى له کلي کډه وکړه، خو ما به تل د بڼکې سترګه کې هغه ليده، د هغې د شونډو موسکا پکې ايسيدله، بس له سبق سره مې ولګېده… لا د سمين او بڼکې نورو خاطرو ته ننوتى نه وم، چې تره مې راته د کار وويل.
بوجۍ مې و څپړله، له لسو مې يو کتاب بېل کړ بيا يې د لوستو په نيت کېناستم.
او پدې پوه شوم چې د سمين بڼکه يوازې زما ملګرې وه، ماته يې موسل، له بل چا سره يې راز و نياز نه کولو، خو ښاغلي مصطفی سالک هر چا ته د طاوس د بڼکې ورکولو پېرزوينه کړې ده.