تاند- دا د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ګرنډ ټیتان (Grand Teton National Park) په نوم ملي پارک دی. دا خورا ښکلی او حیرانوونکی ملي پارک د امریکا په شمال لوېدیځ کې په وایومینګ (Wyoming) ایالت کې دی او ۴۸ کیلومتر مربع مساخت لري. ملي یا ساتل شوي پارکونه هغو طبیعي ساحو ته وايي چې ښکار پکې منع وي. د حیواناتو، بوټو او طبیعت د خوندیتوب لپاره دا ډول لومړنی پارک (Yellowstone) یا ژېړه ډبره دی چې په ۱۸۷۲ م کال په امریکا کې اعلان شو. وروسته د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې ملي پارکونه تاسیس شول.
د ګرنډ ټیتان ملي پارک د یلوسټون پارک د جنوب په ۱۶ مایلي یا شاوخوا ۲۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. د ټیتان نوم له ټیتان غرونو، چې د سیمې تر ټولو د لوړو غرونو لړۍ یا سلسله ده، اخیستل شوی دی.
(هر قاتل ژاړي پر مړي)
ژباړه) نعمت مظهری)
خدایه کوم وطن ته راغلم بېګانه دي ټول وګړي
چي لا څه کانې به وینم چي یې څه را نصیب کړي
له یوې موري پیدا وي یو د بل په ځان بلا وي
زوی د پلار په وینو رنګ دی ورور د ورور غاړي پرېکړي