الهام جمالزی –

افغانستان په تېره میاشت کې د طبيعي پېښو له امله د ډېرو درنو زیانونو شاهد وو، په شمالي ولایتونو مرګوني سیلابونه چې لا هم په قوت سره روان دي او ورانۍ اړوي او قربانۍ اخلي او دغه راز په بدخشان ولایت کې ځمک ښوېدنه چې د سلګونو سلګونو ژوند یې واخیست او د زرګونو زرګونو نورو ژوند یې له جدي ګواښونو سره مخ کړی.

دا وخت وو، چې یو ځل بیا فکر په هېواد کې د طبيعي پيښو د زیانونو د کچې راټیټولو، له طبيعي پېښو سره مبارزې او په دې برخه کې دولتي اداراتي جوړښتونو او تګلارو ته ور واوښت، خو مهمه دا ده، چې دا د طبيعي پېښو سره د مبارزې ملي کمیټه ولې هغه وخت خلکو ته ور په یاد شي، چې یو ستر ناورین راشي او ښه ډېر زیان واړوي؟ په داسې حال کې چې ستره بودجه په دې کمیټه او د پیښو پر وړاندې د مبارزې په اداره کې مصرفيږي، خو یو شنډ او خنثی جوړښت دی، چې په نورو وختونو کې هغه ډول چې پکار ده، د خلکو پام نه ور اوړي.

د طبيعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې او یا هم د اضطرار د کمیټې ادعا دا ده، چې دوی یواځې همغږي کوي، په داسې حال کې چې میلیونونه افغانۍ په دې اداراتو لګول کیږي او بیا يې کار هم یوازې شنډه او داسې همغږي ده، چې له اداري فساد او بډو پرته په کې نور څه نه لیدل کیږي. نوم يې هم په دې ډول ور ستر کړی، چې د خلکو او نړیوالو په سترګو کې د خاورو اچولو لپاره یې د پیښو پر وړاندې د مبارزې اداره چې یو رسمي تشکیل دی، تر څنګ یې د اضطرار کمیټه چې په کې ۲۱ دولتي او غیر دولتي ادارې بې فایدې شاملي دي او مشر یې د ولسمشر دويم مرستیال دی او که ادعا وکړم، چې یواځې تېر ایستل کوي، هیڅ به بې ځایه نه وي.

د پېښو د زیانونو د راټیټولو په برخه کې شوي مطالعات وايي، چې دا لړۍ څلور پړاوه لري؛ لومړی له پېښو خالي وخت، دويم له پېښو وړاندې، درېیم د پېښو پر مهال او څلورم له پېښو وروسته، چې مهم پړاو یې هغه له پېښو خالي وخت دی، چې کار په کې کیږي، ظرفیتونه جوړيږي، تدابیر نیول کیږي، عمومي پوهاوی کیږي او هر هغه څه چې اړتیا ده له بېلابېلو لارو یې د برابریدو هڅه کيږي، بیا چې له پېښو وړاندې پړاو را ورسیږي، لکه له ژمي وړاندې پړاو چتووالي نیول کیږي او هر هغه څه چې کولای شي، د پېښو او ناورینونو پر مهال ورته اړتیا وي، سنجول شوي او چمتو وي، تر څو د پېښو پر مهال غبرګون موثر وي او بیا له پېښو وروسته درس اخیستل کیږي او نیمګړتیاوې ډکیږي، خو په افغانستان کې د پیښو پر وړاندې د مبارزې اداره او د اضطرار نمایشي ملي کمیټه څه کوي؟ له پیښو په خالي وخت کې هم اداري فساد، له پيښو وړاندې هم اداري فساد د پیښو پر مهال هم اداري فساد او له پیښو وروسته هم اداري فساد، چې د اداري فساد په دې ډول کې د وخت او منابعو بې ځایه ضایع کیدل او هر رنګ نوره نااهلي شامله ده.

د کرنې وزیر هغه مهال چې منی ولسي جرګې ور غوښتی و، په خپلو خبرو کې وویل، چې د کميټې غړي وزارتونه د طبيعي پیښو لپاره بودجه نلري او د کمیټې په جوړښت باید له سره غور وشي او دا روښانه ده، چې د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې اداره او د اضطرار کمیټه او یا هم په دې برخه کې شته دولتي اداراتي جوړښت او تګلارې هیڅ موثریت نلري.

دا اداره چې کله جوړه شوې په هیواد کې د واکمنې مصلحت اندیشۍ او پراخ اداري فساد پایله وه، چې یوه سمت او یوې خاصې ډلې ته یې واګې ورکړای شوې وې، یواځې او یواځې د پراخو بډو اخیستو او انحصاري مافيايي کیفیت درلودونکو کارونو تجربه لري، له هغې وروسته هم چې کوم کسان او کومې ډلې په دې اداره کې کار ته راغلې عدم موثریت یې لکه د ځلیدونکي لمر هسې روښانه دی، چې که یې لږ له نږدې کارونه وګورئ د دولت په نورو برخو کې شته بې کفایتي او اداري فساد به مو له یاده ووځي.

د هیګو جوړښت چې د طبيعي پيښو د زیانونو د کچې د راټیټولو د نړیوال معیار اصلي سرچینه ده، د توافقاتو له مخې افغانستان په خپلو ټولو ژمنو کې پاتې راغلی، د طبيعي پیښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په ټولو مواردو کې پاتې راغلی خو چا یې پوښتنه وکړه؟ اوس هم هغه دی چارواکي يې نیغ نیغ ګرځي، چرت یې هم نه دی خراب!، او  که ځواب هم ترې وغواړې په لنډو ټکو کې درته وايي: موږ یوه همغږې کوونکې اداره یو، موږ داسې بودجه نلرو چې مصرف یې کړو!

همغږي يې هم د یو ان او څو نورو نړیوالو او ملي موسساتو د هغې محدودې زر او دوه زره ډالره بودجې د مصرفولو لپاره چې د خپلو معیارونو د پوره کولو لپاره یې په دې برخه کې لګوي، د یوه چل چلول دي، بس جلسې دي او همغږۍ دي، حتی دا اداره هومره بې کفایته ده، چې خپل یو مطلب نلري، چې په مجله کې یې چاپ کړي، مطالب هم له موسساتو راغواړي او چاپوي يې هم په موسساتو او دا اداره که ادعا کوي، چې دا کارونه مو کړي هم ډېری یې د موسساتو دي. دوی یې یواځې همغږي کړې!!!

د تېرې میاشتې مرګونو طبيعي پېښو وښودله چې افغانستان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره هیڅ راز چمتووالی نلري او نه هم د طبيعي پيښو پر وړاندې په مبارزه او یا هم اضطراري او بیړنیو عملیاتو کې هیڅ راز موثریت نلري او نه یواځې دا چې اوسني جوړښتونه او تګلارې باید په جدي ډول بیاوکتل شي او وارزول شي، بلکه په بیړني ډول د لومړیتوب له مخې د طبيعي پیښو د مدیریت او د زیانونو د کچې د راټیټولو لپاره جدي او موثر ګامونه باید پورته شي، کنه نو دا لړۍ به په اوسنۍ نړۍ کې د طبيعي پيښو د مدیریت په برخه کې له شته پرمختګونو سره سره په پراخه پېمانه نه جبرانیدونکي زیانونه اړوي او قربانۍ به اخلي، چې مسولیت یې د هغو لورو دی چې په دې برخه کې بایده ګامونه نه اوچتوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *