تاند- په داسي حال کې چې د کندوز ښار په لمنو او حتي د ښار په ځینو سیمو کې جګړه لا روانه ده، د دغه ولایت له روغتونونو څخه اکثره طبي عمله تښتېدلې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سره له دې چې افغان امنیتي ځواکونو د امریکا د هوايي ځواک په ملاتړ وکړای شول چې طالبان د ښار له مرکزي برخو وباسي خو لا هم جګړه نه ده درېدلې او لا هم د سلګونو ناروغانو ترڅنګ د جګړې ټپیان درملنې ته اړتیا لري.
د کندوز یوې ډاکترې میرزا یفتلي سلام وویل، له کندوز څخه ډاکتران او نور طبي کارکوونکي وتلي دي، په وتلیو کسانو کې ۷۰ فیصده د کندوز د اصلي روغتون یعني حوزوي روغتون کارکوونکي او ډاکتران دي.
وروسته له دې چې تېر کال په ورته وخت کې د امریکايي الوتکو له لوري په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو روغتون بمباري شو، د کندوز ۲۰۰ بستري حوزوي روغتون د ناروغانو او ټپیانو د درملنې اصلي مرکز دی.
ډاکترې سلام رویټرز ته وویل، په تېرو ۳ ورځو کې دغه روغتون ته لږترلږه ۲۱۰ ټپیان راوړل شوي، چې لوی اکثریت یې د ښځو او ماشومانو په شمول د ملکیانو دی.
دې وویل چې د طبي کارکوونکو د نشتوالي له کبله اکثره ټپیان مجبوره شول چې ګاونډیو ولایتونو یا ولسوالیو ته لاړ شي.
دې وویل، که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، مجبوره به شو چې روغتون کاملاً بند کړو.
د کندوز د عامې روغتیا رييس ډاکتر حمید علم وویل«د چهارشنبې په ورځ د جګړې د شدت د کمېدو په ترڅ کې نژدې ۵۰ ټپیان په څو ساعتونو کې روغتون ته راوړل شول.
د کندوز ښار په زرګونو اوسېدونکي له ښاره تښتېدلي او په ښار کې پاتې کسان، چې اکثره یې له ښاره د وتلو کرایه نه لري، نه اوبه لري او نه خوراکي مواد. او په عین حال کې هره شېبه په خپلو کورونو د درنو او سپکو وسلو د ګولیو د لګېدو له خطر سره مخامخ دي.
ښه به داوی چې داځل د کندوز ولایت ټول مسوولین له دندو ګوښه شي . ښار کاملا خلع سلاح او د اربکی یا محلی پولیسو ، ځایی بدماشانو ، طالبانو او هر نوع غیرمسوولو کسانو نه تصفیه او پرځای یی ملی پولیس او د اردو قطعات هلته پاته شی. کوم کسان چې په خپلو دندو کې یی غفلت کړی او یا د انسانانو په ځورولو ، وژلو ، غلا او نورو ته په اهانت تورن وی محاکمه شی.