لطف الله ستانکزی-

په تیرو دیارلس کلونوکښې د بیان ازادي د افغانستان د اوسني دولت له مهمو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي. د بیان دې ازادۍ د افرادو په کچه هم د ځینو کسانو په ژوند کښې د ځمکې او اسمان توپیر راوستی؛ له دې ډلې څخه یو هم سعد محسني دی. نوموړی په لندن کښې زیږیدلی او وېل کیږي چې مور او پلار يې د افغانستان دي چې ډیره موده مخکې انګلستان ته کډه شوي وو. سعد محسني د طالبانو د حکومت له راپرځیدو وروسته افغانستان ته راغی او د موبي ګروپ په نامه د رسنیو د شرکت بنسټ ېې کیښود چې اوس يې طلوع تلویزون، لمر تلویزون، طلوع نیوز او ارمان اف ام راډیو يې ترچتر لاند‌‌ې په افغانستان کې فعالیت کوي. موبي ګروپ اوس د افغانستان تر څنګ په ایران او متحده عربي اماراتو کې هم فعالیت کوي.

سعد محسني افغانستان ته له راتلو مخکې په انګلستان کې د بانک یو عادي کارکوونکی وو خو ‌اوس د میلیونونو ډالرو څښتن شوی. د موبي ګروپ شرکت له مهمو ونډو (سهم) لرونکو څخه یو هم د روپرت مرداخ په نامه استرالیايي اصله امریکایي دی، چې د نړی په کچه د رسنیو د درلودلو او څښتن توب په ډګر کښې یوه پیژندل شوې څیره ده. روپرت مرداخ په امریکا او برتانیه کښې د ټاکنو په پایلو باندې د خپلو رسنیو په مټ ډیر اغیز اچوي، له همدې کبله نومو‌‌ړي ته د پاچا او لومړي وزیر جوړونکي لقب هم ورکول شوی. داسې انګیرل کیږي چې د برتانیې د پخوانی لومړي وزیر ټوني بلیر او اوسني لومړي وزیر ډیويډ کیمرون په بریاوو کښې روپرت مرداخ پراخ رول درلود او خپلې ټولې رسنۍ ېې د هغوي په ګټه وکارولې. روپرت مرداخ د نړي په کچه هغه وخت رسوا شو کله چې د برتانیې حکومت څیړنو وښوده چې د ده د یوې ورځپاڼې (نیوز اف د ورلډ) په غیر قانوني توګه د خلکو، په ځانګړې توګه د 2007 کال د جولای د 7 نېټې د لندن د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو د خپلوانو، تیلیفوني خبرې ثبت کړې وې او په پایله کې یې نوموړې ورځپاڼه وتړل شوه. سعد محسني چې د روپرت مرداخ شریک او نږدې کس دی غواړي چې په افغانستان کښې د هرې قانوني او غیر قانوني لارې څخه چې وي ځان د پاچا جوړونکي په څیر مطرح کړي.

د دې کال په لومړیو ورځو کښې د رسنیو له لارې داسې ګنګوسې هم خپرې شوې چې سعد محسني د 2009 کال د ټاکنو په لړ کښې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ریچارد هولبروک سره په کابل کښې د امریکا په سفارت کتلي وو او هولبروک ورته ویلي وو چي د خپل تلویزون او رادیو له لارې عبدالله عبدالله مشهور کړي او د ولسمشر کرزي د ناکامولو هڅه وکړي. په روانو ټاکنو کښې هم د طلوع تلویزون دخپرونو څخه داسې څرګندیږي چې د موبي ګروپ پورې تړلې ټولې رسنۍ د ډاکټر عبدالله عبدالله په ګټه او د دوکتور اشرف غني په زیان پراخ کمپاین کوي چي یوه بیلګه ېې هم د ټاکنو د کمیسون د دارالاانشا ریس ضیاءالحق امرخېل سره چلند دی. ضیاءالحق امرخېل اول د طلوع نیوز د ویاند مسلم شیرزاد لخوا د دې لپاره په تعصب تورن شو چې ولې ېوازې په پښتو ژبه خبرې کوي او بيا يې د دویم پړاو د ټاکنو په ورځ د ضیاءالحق امرخېل او د کابل د امنیه قوماندان جنرال ظاهر ترمینځ قضېه په داسې بڼه خپره کړه چې ګواکې ضیاءالحق امرخېل د دوکتور اشرف غني په ګټه په درغلۍ نیول شوی، د دې په پایله کښې ډاکټر عبدالله عبدالله جدي غبرګون وښود او د ضیاءالحق امرخېل د دندې د ځنډولو غوښتونکی شو او کوښښ یې وکړ چې د دوکتور اشرف غني بریا او د ټاکنو پروسه تر سوال لاندې راولي.

0 thoughts on “د طلوع تلویزون بنسټ ایښودونکی سعد محسني: د افغانستان روبرت مرداخ”
  1. سلام:وروسته له سلامه زه باید دا ووایم چی ددوی په ژبه چی وایی بیګیریش که نګیریت که مونګ ته چیرته دمتعصب خطاب کیږی نو دا په ډاګه شوه چی دوی خو بیخی اصلآ شیطان نژاده نسل دی نو اول شیطان لوی متعصب وو پس دا څرګنده شوه چی دوی شیطانان دی نو شیطان خو له خدای پاک نه غوښتنه کړی وه چی ماته دشیطان په وینه کی ځای راکه اوبس اوس نو دوی مهاجرراغلل دخپل بیرغ دسیوری لاندی مو راوستل اوس چی مسلم شیرزاد ونه وایی نو څوک به وایی پس دمسلم شیرزاد قبلول دافغان په صفت اودشیطان ځای دانسان په وینه کی یو مثال لری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *