په افغان ادبي بهیر کې مې د (سپین سترګی غل) په نامه طنز کره کتنې ته وړاندې کړ، چې په اړه مې یې جالب نظرونه واورېدل. د طنز موضوع او هدف له ډېرو نه پاتې و، په جوړښت به یې خبرې کولې، یو به ویل دا طنز نه دی ځکه موږ ډېر نه شي خندولی او چا به بیا ویل چې دې ته ځکه طنز نه شو ویلی چې ډېر اوږدو او لنډې کیسې ته ورته دی.

دوی به نو څه ویلي وای؟ یو خو یې مطالعه له صفر سره ضرب ده او بل زموږ پښتو لیکوالو هم داسې کار نه دی کړی چې لوستونکی او د ادب مینوال په دې وپوهوي چې طنز، ټوکه، هجوه او هزل نه دی چې موږ به یوازې ورته خاندو او نه کوم ځانګړی ژانر دی چې تر لنډې کیسې دې لنډ او یا اوږد وي. خو په یاد بهیر کې بیا داسې کره کتونکي هم و، چې د طنز په اړه یې هره خبره نوې او په زړه پورې وه.

خبره مې دا کوله چې طنز له ټوکې، هجوې او هزل سره زیات توپیر لري، د دې پېژندلو لپاره لومړی باید طنز وپېژنو بیا به د ټوکې، هجوې او هزل د پېژندلو ترڅنګ د طنز سره په توپیر هم وغږېږو. په دې اړه ما یوازې د عبدالنافع همت د طنز لیکلو هنر او د استاد عبدالقدیر خموش د طنز پیدایښت او پایښت کې مې لږ څه لوستي دي، چې تر یوه حده د منلو وړ دي. موږ طنز داسې پېژندلی شو.

طنز: عربي کلمه ده، چې تمسخر، ریشخندي، نیوکې او په یو څه پورې خندا کولو ته وایي. او طنز هغه وینا یا لیکنه ده، چې د ټولنې ناوړه او نادوده کړنې په داسې ژبه سره نقد او انتقاد پرې وشي چې د لوستونکي او اورېدونکي په خوله خندا یا مسکا خوره کړي. یعنې په خندنۍ ژبه یې وړاندې کړي. په دې اړه استاد حبیب الله رفیع وایي: که د طنز خبرې هغه چا ته چې انتقاد پرې کوو په عادي ژبه وشي، د جنګ خبرتیا به مو ورکړې وي او تیاری به ورته نیسو.

د طنز په تعریف کې مو دوه توکي ولیدل، چې خندنۍ ژبه (خندا زیږونکې) او انتقاد (د یوچا تمسخر او ریشخندي کول)  دا د طنز دوه هغه اساسي توکي دي چې په مرسته یې موږ کولی شو طنز له ټوکې، هجوې او هزل څخه بېل کړو، د دې دوو توکو لنډه پېژندنه په لاندې توګه کولی شو:

یو: خندنۍ ژبه (ظرافت یا خوږوالی): خندا د طنز لپاره داسې ده؛ لکه: د خوړو لپاره مالګه چې پرته له مالګې یې خوړل ستونزمن دي؛ خو که په طنز کې خندا نه وي او نوم یې د طنز وي نو بیا یې لوستل هم ستونزمن کېږي، چې طنز د خندا لپاره داسې کلماتو او صحنو ته اړتیا لري، چې موږ له جنګ کولو څخه وژغوري.

د طنز په لوستلو سره ښایي خندا په لوړ غږ یا هم لوستونکی مسکا وکړي، چې دې ته ترخه خندا هم ویلی شو. ځکه چې د طنز تر لوستلو وروسته لوستونکی له فکر کولو سره مخ کېږي. او دا هغه مسکا یا خندا ده چې په طنز کې له شوي انتقاد څخه زېږېدلې او لوستونکی داسې فکر ته اړ کوي، چې په پایله کې شوې خندا ترې هېره شي.

دوه: انتقاد (تمسخر کول): د یوې ټولنې او یا یو شخص هغه کړنې چې په کولو سره یې ټولنه او نور وګړي له بد مرغیو سره مخ کېږي، د دې ناوړه کړنو په داسې الفاظو سره غندل که چېرې هماغې ټولنې او شخص ته وړاندې هم شي تر لوستو او اورېدو وروسته ښایي له خندا پرته بل هېڅ ونه کړي؛ خو تر لږ فکر کولو وروسته به په دې پوه شي چې دا خندا څومره ترخه ده.

همدا نیوکه ده چې په مسخریزه توګه وړاندې کېږي، چې د طنز بل اساسي توکی خندا زیږوي. د طنز په دې برخه کې د ټولنې د ناوړه کړنو څخه پرده پورته کېږي او د سمون په اړه یې فکرونه را پیدا کوي، چې دا هر څه پکې د ژوند لپاره کېږي.

دا چې د طنز د خندا کموالی او زیاتولی د طنز په ډولونو پورې اړه لري چې تشرېح یې موږ له موضوع لرې کوي؛ خو دومره وایو: په طنز کې د خندا او انتقاد ډېروالی او کموالی یو له بل سره معکوسه اړیکه لري.

خو ټوکه، هجوه او هزل بیا یوازې خندا لري که کوم یو یې انتقاد هم ولري نو هغه انتقاد به د سمون لپاره  نه وي بلکې د سپکاوي لپاره به ترسره کېږي، چې د ویوونکي یا لیکونکي موخه به یوازې خندا وي.

طنز مو تر یوه حده وپېژانده ښه به دا وي چې د ټوکې، هجوې او هزل د پېژندنې تر څنګ له طنز سره  یې توپیر هم څرګند کړو.

ټوکه او طنز داسې توپیرولای شو: هر هغه څه چې پرته له سپکاوي او نیوکې خندا رامنځته کوي ټوکه ده. که نیوکه هم ولري خو د ټولنې د سمون په پار به نه وي؛ طنز په خندا سربېره نیوکه هم لري. د ټوکې موخه یوازې خندا او طنز موخه د ټولنیزو نیمګړتیاوو سمون دی. خو ځينې ټوکې شته چې طنز ورته ویلی شو، لکه د افسانوي ملا نصرالدین ځينې ټوکې. د طنز او ټوکې دا ورته والی چې دواړه د سپکاوي لپاره نه ترسره کېږي، ځينې خلک دې ته اړ کړي چې له طنز څخه هم د سوچه خندا تمه لري او یا هم ټوکي انسان ته طنزي وايي.

هجوه بیا د ټوکې او طنز په پرتله د سپکاوي لپاره ترسره کېږي، چې دا سپکاوی په مستقیم ډول د یوې ټولنې او یا شخص په وړاندې د نورو د خندا لپاره ترسره کېږي. د هجوې پایلې ډېری وخت ښې نه وي.

هزل هغه وینا یا لیکنه ده چې د ټولنې یا د شخص د سپکاوي لپاره د تناسلي الاتو ذکر هم پکې کېږي چې د دې الاتو ذکر کرکجنه خندا زیږوي، د هزل بېلګې په پښتو ادب کې هم لرو.

لنډه دا چې ټوکه، هجوه، او هزل یوازې د خندا او یا د یو چا د سپکاوي لپاره ترسره کېږي او طنز بیا د خندا تر څنګ نیوکه او تمسخر لري، دا تمسخر د ټولنې د نیمګړتیا د سمون لپاره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *