پوهندوی آصف بهاند

دغه څو کرښې مې کلونه وړاندې د درانه دوست انجنیر ابراهیم نعیمي د طنزونو یوې ټولگې (د پشقل بای نکلونه) ته د مقدمې په ډول، د ده په غوښتنه لیکلې وې. د ځینو موجه او ناموجه دلایلو له مخې مو روابط یو څه سره ساړه شول. د همدې سوړوالي د سړو په څیله کې بیا پوه نه شوم چې ده د خپلو طنزونو پر ټولگه باندې څه وکړل، چاپ، آنلاین او که یې نا څرگنده له ځان سره ساتلې ده. پرون مې خپل ناخپاره کړي یادداشتونه تر نظر تېرول، چې دا مقدمه پرمخه راغله؛ نو مې یې خپرولو ته په دې نیت زړه ښه کړ چې یو خو به د نعیمي صاحب د یوه هنر یادونه او د ده د هنر په باب زما نظر څرگند شي او له بلې خوا به زما دا لیکلې کرښې د نه خپراوي له زندان څخه را خلاصې شي.


که حقیقت ته څیر شو او لږ واقع بیني وکړو، زموږ ټولنه وطن او خلک د خندا او ژړا یوې ټولګې ته پاتې کیږي. د افغانانو ژوند او ټولنه اوس داسې شوې چې ټوله طنز ده او د دري ژبې دا شاه بیت یې ښه تمثیلولای شي:

خندهء تلخ من از ګریه غم انګیز تر است
حـالم از ګــریــه ګـذشتست بـدان مـیـخندم

زه نه غواړم دلته د طنز پر تاریخ یا تعریف باندې څه و وایم، دا په دې چې نه یې پیل مالوم دی او نه یې تر اوسه پر یوه داسې تعریف باندې هوکړه شوې چې ډیری ورباندې په یوه نظر وي؛ خو په دې خبره ډیری متـفـق دي چې طنز د خپل تاریخ په اوږدو کې، د خندا او ژړا په یوه ګډه دایره کې د ټولنیزو ناخوالو او فساد په مقابل کې د داسې یوه بغاوت او غږ نوم دی چې هم رسوا کونکی دی او هم پوه کونکی دی.

د ټولنیز ژوند هر اړخ ته چې ګورې، هم د خندا ده او هم د ژړا وړ ده او د داسې یو حالت انځورولو او بیانولو ته طنز ویلای شو، نو ښه ده چې و وایو:

د خندا او ژړا په یوه ګډه ژبه باندې د ټولنې د نا خوالو انځورولو ته طنز وايي.

زموږ ټولنه د انارشۍ دې حد ته رسیدلې ده چې هرې برخې ته یې، هر فصل ته یې او هر نسل ته یې چې ګورې طنز ده، خندا او ژړا په یوه وار په یوه ځای په مخه درځي.

زموږ د ټولنې فکري سیر دې برید ته رسیدلی دی چې اوس یې جِلب له موږ نه څه چې، لا له ټولې نړۍ نه هم خطا دی. د همدې له پاره د هر بادرده او با درکه افغان له پاره اوس زموږ د ټولنې هر اړخ طنز دی او هر څه یې د خندا او ژړا وړ دي او د طنز لیکلو له پاره په سلګونو لا زرګونو بکرې سوژې په کې موجودې دي.

طنز د ټولنې د بیلابیلو اړخونو د ناخوالو په نښه کول دي، ورباندې ژړل دي او د همدې ژړا په ترڅ کې پر همدې حالت باندې خندل هم دي. د همدې له پاره ستر روس لیکوال نیکلای ګوګول وایي:

«طنز د نامريي اوښکو په منځ کې خندا ده.»

ډیری ادبپوهان او طنز لیکونکي په دې عقیده دي چې طنز په ټولنیز فساد او نا دودو باندې ژړل، خندل او په پای کې د همدې نادودو د مخنیوي له پاره ورباندې نیوکه ده.

د طنز اصلي دنده د چا مسخره کول او کم راوړل نه دي، بلکې د طنز اصلي دنده نادودې او سیاسي ټولنیز فساد په نښه کول او له هغو څخه د کرکې څرګندول دي.

زما له نظره طنز باید دوه اړخه ولري:

اصلاخي اړخ او پوه کوونکی اړخ. نو په دې ډول د طنز ژبه باید زننده وي چې هم جوړونکی اړخ ولري او هم ورانونکی.

که د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې په طنز پسې پلټنه وشي، نو د رسوا کوونکي طنز ریښې به ډیرې ژورې وي. تر ټولو د مخه یې بیلګې په فولکوریکو ادبیاتو(لنډۍ او متلونه) کې موندلای شو، خو د پوه کوونکې اړخ برخه به لږه خواره وي او دا ځان ته جلا بحث دی.

طنز یوازې د دې له پاره نه دی چې مخاطب د هغه د خوښۍ له پاره وخندوي، بلکې طنز د خندا په څپو کې، په ټولنیز ژوند کې شته هغه نیمګړتیاوې را بر سیره کوي چې د ژړا وړ دي. د همدې اصل په دایره کې طنز هر کله د خندا په قلمرو کې هغه ژورې او اساسي نیمګړتیاوې په نښه کوي چې د ژړا وړ وي.

طنز په هنري ژبه د ټولنیز ژوند د نیمګړتیاوو را برسیره کول دي، طنز بغاوت دی، هغه بغاوت چې د همدغو نیګړتیاو د بیان او مخ ته کولو په وخت کې کیـږي، یعنې طنز لیکونکی باغي دی او د خندا او ژړا له لښکر سره د ټولنیزو نادودو او فساد سره جنګ ته خپله جنډه جګوي.

زه د طنز په برخه کې د چارلي چاپلین له دې نظر سره ملګری یم چې وايي:

«طنز په ټولنه کې د وېرې او نفرت له منځه وړلو له پاره تر ټولو غوره زهر دي.»

او که یې لوستونکي را سره ومني، نو په اوسني پښتو طنز لیکنه کې نور محمد ضیا هره ورځ د زهرو څو جامونه پر سر اړوي.

په طنز کې چې کله د ټولنې یا شخص او یا بل چا، یا بل شي پر نیمګړتیا خبرې کیـږي او د خندا او ژړا په یوه ګډه ژبه باندې انځوریـږي، یوه ستره ځانګړنه یې باید دا وي چې ظرافت هم په کې وي. او دا ظرافت باید د ژبې د عفت په چوکاټ کې وي نه له هغه نه د باندې.

په طنز کې خندونکې برخه د خوشالۍ او خندا له پاره نه وي، بلکې د ټولنې او ټولنیز ژوند د نا دودو مسخره کول دي. د همدې له پاره په طنز کې خندا هدف نه، بلکې وسیله ده چې د اصلاح په غرض د فساد، نادودو او نا قانونه اړیکو او کارونو مسخره کول دي.

دا باید ومنو چې په ټولنه کې د شته نا خوالو د اصلاح له پاره طنز انتقادي اړخ هم لري، خو دا انتقاد باید د انتقام تر بریده و نه رسیږي.

د دې کرښو د لیکلو هدف په پښتو ژبه او ادب کې د طنز په تاریخ پسې ګرځیدل او د هغو د ضعیفو او قوي ټکو په نښه کول نه دي، بلکې په دې لنډه لیکنه کې د طنز په باب د پاسنیو عمومي خبرو په رڼا کې د ښاغلي ابراهیم نعیمي پر طنزیه لیکنو لنډه رڼا اچول دي.

مخکې له هغه باید یادونه وکړم چې په اوسنۍ زمانه کې زموږ په ټولنه کې د رنګارنګ انقلابونو را منځ ته کیدلو،د ټولنیز ژوند د نورو اړخونو د ویجاړولو تر څنګ، پر هنري ادبي برخې باندې هم ژور منفي تاثیر کړی دی او له هغې ډلې نه پر طنز باندې هم.

د پښتو ادب په معاصره دوره کې زه د طنز لیکنې سر لاری منان ملګری ګڼم. د هغه هره کیسه طنز و، هر خبره او هر جمله یې مانا داره او طنز ډوله وه او…

وروسته بیا نور هم په کې را وټوکیدل لکه: کاتب پاڅون، واحد نظري، محمود نظري، عبدالنافع همت، عمر ننګیار او…

وروسته له هغه نه چې د قلم پر ځای د ټوپک شپیلۍ په غږیدو شوه، د نورو ادبي ژانرونو په څیر، طنز هم ځان ګوشې ته کړ، یا مړ شو، یا مات شو، یا یې د سر د غوڅیدو له ویرې خوله چوپه کړه او یا هم لاړ او د لرو او پردو وطنونو مسافر شو او ګونګی شو؛ خو د اوسنۍ تکنالوژۍ د پرمختګ او په میډیا کې د بې سارو مثبتو بدلونونو په پایله کې په دې ورستیو کلونو کې د طنز ګل هم بیرته را زرغون شوی، غوټۍ يې کړي او دا غوټۍ لا لږو ډیرې را غوړیدلې هم دي چې د نعیمي صاحب طنزیه لیکنې یې یوه ښه بیلکه کیدای شي.

د طنز د باب پاسنیو خبرو او تعریفونو پر بنا، ابراهیم نعیمي هم د خپل ټولنیز ژوند د بیلابیلو برخو نندارې ته خپل لوستونکي را بولي، د نعیمي په طنزونو کې د سیاسي برخې ترخه انځورونه ډیر دي.

د نعیمي په طنزیه لیکنو کې د توهین، تحقیر او ښکنځلو هیڅ اثر نه شته او د طنزيه ژبې په خنجر سره، پر خپل هدف وار کوي. نعیمي د ټولنیز فساد، سیاسي فساد او پر ټولنه باندې د حاکمو نادودو باندې د خندا په څپو کې ژاړي.

نعیمي په خپلو طنزونو کې د ټولنې هغو عیني نا خوالو ته پام کوي او انځوروي یې چې د ډیرو لا ورته پام هم نه وي، لکه د پارلمان مسابقې.

د نعیمي دا طنز ډوله لیکنې ښايي په منډه ولوستل شي، خو دا حقیقت په کې پټ دی چې وروسته له لوستلو څخه، لوستونکی سوچ کولو ته اړ باسي. ده هغه دردونه بیان کړي دي چې د ټولو افغانانو درد دی او هر څوک یې درک کولای شي.

که دا ومنو چې طنز د ټولنیزو نا خوالو او نا برابریو پر ضد یو ډول مبارزه او بغاوت دی، نو د همدې اصل په رڼا کې د نعیمي طنزونه د افغانستان په سیاسي او ټولنیز نظام کې د موجوده نا خوالو او نیمګړتیاوو هنري ترجماني بللی شو. او دا په زړورتیا سره ویلای شو چې نعیمي په خپلو طنزونو کې په نیشداره ژبه، پر افغانستان باندې د موجوده حاکم نظام پر نا کردو او نیمګړتیاوو باندې ګوزارونه کړي دي.
د ده په طنزونو کې ټولنیز او سیاسي موضوعات ډیر ځلول شوي دي.

زما ګران او پُر کاره دوست ابراهیم نعیمي سره له دې چې په عمر او تجربه کې تر ما مشر دی، خو د طنز په نړۍ کې یې نوی قدم ایښی دی، دا یې لومړني ګامونه او نوې تجربې دي. زه هیله من یم چې دا پلونه او دا ګامونه به په بریالیتوب سره اوچت شي، او دا نوې او ښې تجربې بریالۍ او پسې غني شي.

پوهندوی آصف بهاند
هیدرسلیف، ډنمارک
د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ یوویشتمه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *