د هلمند پولیسو خبرپاڼه –
دهلمند په سرحدي ولسوالۍ خانشین کي دتیرو دوه ورځو راپه دیخوا دسرحدي پولیسو ، ملي اردو ، ملي پولیسو او ملي امنیت سره په ګډه دظفر په نوم په لاره اچول سوو عملیاتوکي دوښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده .
په هلمندکي دشپږسوه څلورم سرحدي زون درستیزوال مل پاسوال حمیدالله صدیقي وایي چي دخانشین ولسوالۍ په اړونده سیموکي عملیات د سنبلې دمیاشتي په لومړۍ نیټه پیل سوه چي دتیرو دوه ورځو راپه دیخوایي ۲۵ وسلوال طالبان ووژل ، چي د ۹ تنو جسدونه په سیمه کي دسرحدي ځواکونو لاسته دجګړې پرمهال ورغلي دي .
ښاغلي درستیزوال زیاته کړه چي به دغه عملیاتوکي ۷۰ کړۍ ماینونه چي دوسایطو او پرسونل ضد وه دهیواد د دوښمنانو له لوري په کورونو ، لویو لارو او کروندو کي ځای پرځای سوې وه کشف او شنډ کړل سوه .
نوموړي داهم وویل چي په خانشین ولسوالۍ کي دضفر په روانو عملیاتوکی ۵ عرادې موټرونه هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي او ترڅنګ یې دوه عرادې موټرسیکلونه هم ددوښمن څخه ترلاسه سوي دي .
په دغه روانو عملیاتوکي چي دسرحدي ځواکونو تر مشرۍ لاندي دوام لري تر دې مهاله دخانشین ولسوالۍ دقلعه نو ، شبو، خرابه او خیراباد سیمي ددوښمن له شتون څخه پاکي سوي دي .
همدرانګه دوسلوالوطالبانو څخه یوتن ژوندی دسرحدي ځواکونو لاسته ورغلی دی ، ترڅنګ یې تیره ورځ یوملکي کس د دولت دوسلوالو مخالفینو دځای پرځای کړل سوي ماین دچاوندي له امله ووژل سو .
دښاغلي صدیقي په خبره چي په روانو عملیاتوکي دشپږسوه څلورم سرحدي زون یو سرتیري زخمي او وروسته یې په روغتون کي ساه ورکړه .
دشپږسوه څلورم سرحدي زون امنیتي ځواکونه دخپل مسؤلیت په سیمه کي تل کوښښ کوي چي د هیواد ددوښمنانو هغه پلانونه چي دافغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه او د ولسي خلکو سره ظلم او زور زیاتي ته دوام ورکړي له وړاندي یې ورک او نابود کړي .
دیادوني وړده چي دهلمند دسرحدي زون امنیتي ځواکونه د دوه ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان او ایران سره پر ګډه پوله ځای پرځای دي چي دوښمن د هري سیمي او لاري څخه د هلمند او نیمروز ولایتونو دراتلو او دامنیت دخرابیدو کوښښ وکړي دسرحدي ځواکونو له غبرګون سره مخ کیږي اوتل یې درنه مرګ ژوبله لیدلې ده .
پـــه درنښت