تاد- د افغانستان په لوېدیځ کې د ظفر قول اردو قوماندان محی الدین غوري نن /سې شنبه/ په یوه هوايي پېښه کې ووژل شو.
جنرال محی الدین غوري د امنیتي وضعیت د کتلو لپاره د بادغیس موري چاق ته روان و چې هیلي کوپتر یې د تخنیکي ستونزې له کبله ولوېده.
په دې پېښه کې، چې د څرخکې د کښېناستو په مهال وشوه، د بادغیس د ولایتي شورا رييس او د دغه ولایت د ملي امنیت رييس له پنځو نورو کسانو سره ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت وايي چې د محی الدین غوري د سپرلۍ ایم آی – ۱۷ روسي څرخکه نن ماسپښین ۳ بجې د بادغیس د بالامرغاب ولسوالي په موري چاق سیمه کې ولوېده.
موري چاق په ځینو راپورونو کې ولسوالي او په ځینو کې د بالامرغاب کلی ښودل شوی دی.
چارواکي وايي، د دې له کبله چې هیلي کوپتر د غورځېدو په مهال ټیټه وه، ځکه د هغې نوره سپرلي ژوندۍ پاتې شوې ده.
موري چاق/مورچاق/مارچاق د بالامرغاب ولسوالۍ یو لوی کلی دئ.