ایمن الظواهري د طالبانو د نوي مشر سره بیعت یوار بیا په افغانستان کي امریکا ته د جګړې پلمه ورکړه.افغانستان ته د امریکا په راتګ کي هغه وخت هم ویل کېدل چي د طالبانو سره د اسامه بن لادن پر سر یوه پلمه وه.

د امریکا او متحدینو په راتګ سره چي په افغانستان کي د طالبانو حکومت ړنګ او نوی حکومت د حامد کرزي په مشرۍ رامینځته سو، د حامد کرزي د حکومت په لومړیو کلنو کي هم په افغانستان کي امن راغئ او هم ډېری افغانانو د امریکا د راتګ په اړه ښه نظر درلود، وروسته بیا هم حکومت او هم افغانانو د امریکا په وړاندي د نه صداقت او د جګړې په مکمل ډول د ختمېدو خبري شروع کړې او هغوئ ئې رښتیني نه بلل.

په دغو څو لومړیو کلنو کي چي نسبي امن راغلئ، ډېری افغانانو او د نړۍ ځيني هیوادونو دا خبري شروع کړې چي امریکا دي د افغانستان څخه د وتلو له پاره خپل وخت وټاکي.

د افغانستان او امریکا تر مینځ لویه لانجه د امنیتي تړون د لاسلیک پر سر د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال راپورته سوه، چيد ملي وحدت د حکومت د راتګ سره په دوهمه روځ د امریکا سره امنیتي تړون امضاء سو. بیا ډېری افغانان په دې فکر کي وو، چي ګواکي نور به په افغانستان کي جګړه ختمه سي خو دا هرڅه برعکس سول.

د شاوخوا پینځلس کالو په تېرېدو سره امریکا د افغانستان په جګړه کي ناکامه سوه.امریکا د خپلو متحدینو – چي شاخوا څلوېښت هیوادونه کېدل- هغه شعارونه چي دوئ ورکول په هغه کي پاته راغلل. تر ټولو لوی شعار ئې د القاعدې شبکې او مخدره موادو د له مینځه وړلو په هکله وو.

داچي په دا وروستیو کلنو کي د افغانستان په جګړه کي ټول واک د افغان امنیتي ځواکونو وو او ډېری افغانان هم په دې خوشاله ول چي د افغانستان امینت باید پخپله افغانان وساتي.

دوئ ددې پر ځای چي افغان امنیتي ځواکونه ئې پر پښو درولي وای او د هغوئ د روزني او تجهیز په برخه کي ئې په بنسټیز ډول کار کړی وای، وئې نه کړل.

د افغانانو لوی ارمان چي هغه په دې هیواد کي دوامداره سوله وه هغه تر سره نه سوه او ددې ترڅنګ ئې داسي یو فاسد حکومت افغانانو ته په میراث پرېښوئ چي د اولس او دولت تر مینځ ئې لوی واټن رامینځته کړئ.

وروستۍ ناامنۍ په هیواد کي دومره ډېري سوې چي ولسوالۍ سقوط او حتی د ولایتونو تر سقوط وغځېدله، په دې کړني سره یوار بیا ډېرو افغانانو دا اواز پورته کړئ چي نړۍ واله ټولنه دي یوار بیا د افغانستان په جګړه کي ونډه واخلي.

د بله پلوه د سولي خبري چي هر څو ځله وسولې کومه مثبته نتیجه ئې ورنه کړه.

بله خبره داده چي د ایمن الظواهري ملاتړ د طالبانو د نوي مشر سره دوئ ځانته یوار بیا د جګړې د راګډېدو ښه پلمه په لاس ورکړه.

اوس اصلي خبره داده چي ډېری افغانان پر نړۍ والي ټولني خپل اصلي باور له لاسه ورکړی دئ، دوئ په افغانستان کي جګړه یو سازش بولي او دا جګړه یوازي د افغان وژني لپاره ډیزاین سوې ده.

نو که داسي وي افغانان هم باید لږ و خپل ګریوانه ته سر ور کښته کړي. هم دولت او هم افغان وسلوال طالبان چي تر څو پوري به زموږ په کور – کلي کي جګړه وي، تر څو پوري به په دې وطن کي هره ورځ په سلګونه ځوانان وژل کېږي چي هم دولت دې نتیجې ته رسېدلی دئ چي د افغانستان جګړه یو استخباراتي جګړه ده او هم وسلوال طالبان چي څوک ئې حمایه کوي په دې پوهېږي چي هغوئ خپلي موخي او اهداف لري په داسي یو نازک او تاريخي وخت کي چي هیواد مو اوږده جګړه تېره کړې او خلک د جګړو او مهاجرتونو څخه سخت ستړي سوي دي په داسي یو حالت کي یو افغاني هوډ ته ضرورت لرو چي نور باید دا وطن د پردیو د استخباراتو د رسۍ کشۍ مرکز نه سي.

نور باید ټول افغانانو سو خپلي خاوري او وطن ته ژمن او تاعد وسپارو، ترڅو د دغه بد حالت څخه ځان وژغورو.

د یو سوکاله اباد افغانستان په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *